Dec 10, 2020 12:42 Asia/Kabul
  • د خواف-هرات پټلۍ لاره د ایران او افغانستان د ولسمشرانو په حضور کې پرانیستل شوه

د خواف-هرات پټلۍ لاره چي کابو ۱۴۰ کیلومتره اوږدوالې لري د ایران د اسلامي جمهوریت او د افغانستان د ولسمشرانو د وېډویي کنفرانس په حضور کې ګټي اخیستنې ته وسپارل شو.

د ایرنا د راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني د خواف-هرات د پټلۍ لارې د پرانیستلو په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر او ولس ته په خطاب کې وویل: نن د ایران او د افغانستان د سترو ولسونو لپاره د خوشحالی ورځ ده، د یوې سیمي څخه دوو ولسونو چي له یوې ریښې، یو تاریخ او یو فرهنګ څخه دي د ګاونډیو په توګه تل خپل ورور ګلوی برقراره ساتلې ده.

روحانی زیاته کړه: د ایران او افغانستان اړیکې تل د زړونو، مفکورو او کلتورونو له لارې ټینګ پاتي شوی او نن د ایران او د افغانستان د سترو ولسونو په اړیکو کې له تاریخي ورځو څخه شمېرل کیږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی هم په دې مراسمو کې د خواف-هرات پروژه د دواړو هیوادونو لپاره ضروري وګڼله او زیاته یې کړه: دغه مهمي لاري پرانیستېدا د دواړو هیوادونو د نه ستړېدونکو هڅو پایله ده چي د سیمه ایز اتصال او ښه اقتصادي راتلونکی په لړ کې تر سره شوي دي.

د خواف-هرات پټلۍ لاره ډېره مهمه بلل کیږي چي د ایران د ختیځو سیمو د ودي تر څنګ اروپا او اسیا ته د محصولاتو په ترانزیټ کې د ایران رول زیاتوي او په سیمه کې له ختیځ څخه لوېدیځو ته په ټرانزیتي کرېډورونو کې د ایران ځایګی پیاوړی کوي.

خواف-هرات پټلۍ لاره د ایران له ګاونډیو هیوادونو سره شپږمه رېل لاره ګڼل کیږي چي په وروستیو کلونو کې ګټي اخیستنې ته سپارل کیږي، دغه پټلۍ به د دواړو هیوادونو په اقتصادي ودي او په پرمختګ کې ستر رول ولوبوي.

 

 

ټیګونه