د لغمان ولایت لپاره د طالبانو له لورې ټاکل شوی والی ووژل شو
د طالب ډلې له خوا د افغانستان د لغمان لپاره نومول شوی والي په پیښور کښې ووژل شو
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی، د یو شمیر رسنیو له لورې په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې دلغمان ولایت لِپاره د طالبانو ټاکل شوی والي مولوي عبدالهادي پشه یی وال د دوه تنو موټر سایکل سپرو وسله والو له لورې د ګاونډی هیواد پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پېښور په څنډه د بخشي پل په سیمه کې د خپل کو رمخې ته په ډزو ووژل شو تر اوسه افغان حکومت او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي که د وژل شوي تن د وژل کیدو خبر تاید شي. نو دا به د افغان حکومت هغه ادعا ثابته کړي چې وایي د طالب مشرانو او قوماندانانو کورونه په ګاونډی هیواد پاکستان کې دي.
بل پلو د ننګرهار والي ضیا الحق امر خیل ویلي چې د دې ولایت د ملي ادارې کارکوونکو دوه تنه له پنځلس کړیو ماینونو سره په دوه جلا سیموکې نیولی دي.
![](https://media.parstoday.ir/image/4bxy05324e20c51tun3_800C450.jpg)
د ننګرهار والي ویلي چې نیول شویو کسانو چې یو یی له څلورو او بل یی له یوولس کړیو ماینونو سره نیول شوي اعتراف کړی چې دا ماینونه یې د امنیتي ځواکونو د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د امنیتی ځواکونو په موټروکې ځای پر ځای کول.