په ننګرهار کښې د داعش ډلی د چاودنو مسول او دوه سړي تښتونکي ونيول شول
په ننګرهار کښې چارواکو د جلال آباد لپاره د داعش ډلې د چاودنو د مسئول او د دوه سړي تښتونکو د نيول کېدو خبر ورکړ.
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په دغه ښار کښې د ملي امنیت ادارې ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ له لورې رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې دغو ځواکونو تیره شپه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د شولای په سیمه کې عملیات ترسره کړي چې پکې دخبرپاڼې په خبره د جلال اباد ښار لپاره د داعش ډلی د بمی چاودنو مسول او همغږي کوونکی نیول شوے دے. . په خبر پاڼه کې راغلي چې نیول شوي تن دغه رنګ د داعش ډلې د زخمي شویو غړیو په درملنه او منقتلولو کښې مرسته کوله او ددغه ډلی لپاره یی مالي امکانات هم برابرول.
خبر پاڼه کې ویل شوي چې نیول شوے تن د نورو معلوماتو تر لاسه کولو او تحقيقاتي پوښتنو لپاره له یادې سیمې څخه بوتلل شوے دے .
بل پلو د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وويل دملی امنیت ادارې کارکوونکو د شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی ګلون او د بټي کوټ ولسوالۍ استوګن عصمت الله له جلال اباد ښار او بټي کوټ ولسوالۍ څخه د سړی تښتونې د جرم په تور نیولي دي د والی ویاند وایی ګلون نومی به د ټېلفون له لارې د داعش ډلی له ايډرسه حکومتي کارکوونکو و سوداګرو او مخورو شخصیتونو ته دمرګ ګواښونه کول او له هغوې به یې پیسی تر لاسه کولې . د والي ویاند وایی نیول شوي کسان دا مهال د توقیف او پوښتنو لاندې دي.