Feb 28, 2021 17:21 Asia/Kabul
  • د لغمان ولایت لپاره د طالبانو له لورې د تش په نامه ټاکل شوے والي ووژل شو

يو شمېر رسنيو د پاکستان په پېښور کښې د لغمان ولايت لپاره د طالب ډلې د تش په نامه والي د وژل کېدو خبر ورکړ.

دیو شمیر رسنیو له لورې په خپرو شویو راپورونو کې ویل شوي چې دلغمان ولایت لِپاره د طالبانو ټاکل شوی والي مولوي عبدالهادي پشه یی وال د دوه تنو موټر سایکل سپرو وسله والو له لورې د ګاونډی هیواد پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پېښور په څنډه د بخشي پل په سیمه کې د خپل کو رمخې ته په ډزو ووژل شو  تر اوسه افغان حکومت او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي که د وژل شوي تن د وژل کیدو خبر تاید شي. نو دا به د افغان حکومت هغه ادعا ثابته کړي چې وایي د طالب مشرانو او قوماندانانو کورونه په ګاونډی هیواد پاکستان کې دي.

بل پلو د ننګرهار والي ضیا الحق امر خیل ویلي چې ددې ولایت د ملي ادارې کارکوونکو دوه تنه له پنځلس کړیو ماینونو سره په دوه جلا سیموکې نیولی دي  ننګرهار والي ویلي چې نیول شویو کسانو چې یو یی له څلورو او بل یی له یوولس کړیو ماینونو سره نیول شوي اعتراف کړی چې دا ماینونه یې  د امنیتي ځواکونو د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د امنیتی ځواکونو په موټروکې ځای پر ځآی کول.

 

ټیګونه