د ننګرهار ولایت د جنایت عاملان دې سزا شي
د ننګرهار ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې وړمه شپه د ګچ جوړونې دیوې کارخانې اوه هزاره کارکونکي مخ پټو وسلوالو په ډير بوږنونکي ډول وژلي چې ددغو کسانو مړي هم بیا کابل او غزني ته خاورو ته دسپارلو په موخې سره لیږدول شوي دي .
زمونږ خبریال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان د ننګرهار ولایت د سرخ رود ولسوالۍ دقربانیانو خپلوخپلوانو د ترهه ګرو په وروستیو جنایتونو دکرکې او غوسې په څرګندولو سره ترهه ګر د انسانیّت په ضد دجنایت یو څرګند مثال بللی او پر حکومت ئې غږ کړی ، ددغه شان جنایتکارو د پيژندنې او سزا کونې لپاره دې سملاسي لاس په کار شي او په پيژندنې پسې دې ورته سخته سز ورکړي څو ددغه شان جنایتونو مخه ونیول شي .
دغو کورنیو د افغانسان د ټولنیز چارو د کار له وزارت او دکارګرانو له ټولنې هم غوښتي دي ، په راتلونکي کې ددغه شان جنایتونو دمخنیوي لپاره کوټلي اقدامات وکړي .
د ننګرهار ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې وړمه شپه د ګچ جوړونې دیوې کارخانې اوه هزاره کارکونکي مخ پټو وسلوالو په ډير بوږنونکي ډول وژلي چې ددغو کسانو مړي هم بیا کابل او غزني ته خاورو ته دسپارلو په موخې سره لیږدول شوي دي . د افغانستان حکومت ددغو کارګرانو د وژلې تور پر طالبانو لګولی خو طالبانو د خبر تر مخابیره کیدا پورې په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی . له دې مخکې هم په ننګرهار کې دیوه خصوصي ټيلیویژني چینل درې ښځینه کارکونکې وژل شوي وې ، چې پړه ئې هم داعشي جنایتکارو په غاړه اخستې وه .