غني او خلیلزاد د صلحې د بهیر په هکله خبرې وکړې
-
فایل فوټو
د افغانستان ولسمشر او د دغه هیواد د صلحې په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي د صلحې د بهیر او د ترکیې د استنبول د کانفرنس جوړولو ته د چمتووالي په هکله د بحث او د نظر تبادله وکړه.
د افغانستان ولسمشر او د دغه هیواد د صلحې په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي د صلحې د بهیر او د ترکیې د استنبول د کانفرنس جوړولو ته د چمتووالي په هکله د بحث او د نظر تبادله وکړه.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ، وویل چې د ولسمشر اشرف غني او ځلمي خلیلزاد په پرونۍ کتنې کښې دواړو لورو د استنبول د صلحې د کانفرنس د ترسره کولو لپاره په چمتووالي او د صلحې د بهیر د کامیابۍ لپاره د هلوځلو په دوام ټینګار وکړ.
دا ملاقات په داسې حال کښې شوی دی چې اشرف غني څو ورځې مخکښې د صلحې په هکله خپله وړاندیزي طرحه تشریح کړه او په یادې غونډې کښې ګډون ته یې د افغانستان د حکومت د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ.