له افغانستانه د امریکائي پوځيانو په وتلو کې په ځنډ دطالبانوډلې غبرګون
د امریکا ولسمشر له افغانستانه د ددغه هیواد د پوځيانو دشتون د دوام یا ویستلوپه باب له احتمالی نیوکو د خوندي ساتلو لپاره هڅه کوي ، لادقیقې ارزونې وکړي ، څو له دې لارې په وړاندې چیلنجونه لږې اندازې ته ورسوي .
طالبانو ډلې له افغانستانه د امریکائي عسکرو په شاتګ کې دځنډ په باب دامریکا نوی دریځ د دوحې له موافقې سره مخالف بللی دی .
په قطر کې د طالبانو ډلې دسیاسي دفتر ویندوي محمدنعیم وردک تر راتلونکي ستمبر پورې له افغانستانه د امریکائي عسکرو د ویستلو د ځنډولو په باب ددغه هیواد د ولسمشر دڅرګندونو په غبرګون کې وئيلی دي، دغه دریځ چې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د دحې د موافقې خلاف دی ، او همداراز دنړیوالو قوانینو او مقرراتو خلاف ورزي ده،او د سولې د بهیر د اوږدیدا او دتاؤتریخوالي ددوام عامل دی .
دطالبانو ډلې دغه لوړرپوړي مسئول مقام وئيلي دي ، په افغانستان کې د اوړي تر وروستیو پورې دخپلو عسکرو پر پاتکیدو باندې د امریکا په ټينګار سره ، نړیوالو په عمل کې لیدلې ده چې امریکایان هیڅکله هم کومې موافقې ته پابنده نه دي او دا ډيره د شرم خبره ده .
د تیر ۲۰۲۰کال تروروستیو پورې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ویستلو لپاره د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ له موافقې سره سره ، البته د ۲۰۲۱ کال دستمبر تر یولسمې نيټې پورې ددغې ژمنتیا په اجرا کې د ځنډ په باب د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن دریځ ،په افغانستان کې د امریکا دپوځي شتون په باب په سپينې ماڼۍ کې د نوی فیصلې رابرسیره کیدا ده .
که څه هم جوبایډن د امریکا دپخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ له سیاستونو سره مخالفت ته مخه کړې ده ، خو ددغه هیواد دبهرنی سیاست په سټراټژيو کې د د افغانستان دموضوع د حساسیّت او پيچلتیا په دلیل ، له افغانستانه دامریکائي پوځیانو د ویستلو موضوع ، لږ ترلږه تر راتلونکي ستمبر پورې ځنډول شوې ده .
له افغانستانه د امریکائی پوځيانو د ویستلو په وخت کې دځنډ په باب په سپینې ماڼۍ د فیصلې دغوره کیدا دعلتونو په باب ،بیلابیل تحیلیلونه وړاندې کیږي چې تر ټولو مهم ئې ، له افغانستانه د امریکائي پوځيانو دبشبړ وتلو په باب د دوحې د موافقې د ژمنې د اجرا د پایلو په باب دلازیاتې ارزونې لپاره د پنځه میاشتني فرصت رامینځةکیدا ده چې په دې اړه د امریکا د کانګرس او حکومت د چارواکو ترمینځ ئې اختلافات رابرسیره کړي دي .
ددغه ګمان په چوکاټ کې ، د امریکا ولسمشر له افغانستانه د ددغه هیواد د پوځيانو دشتون د دوام یا ویستلوپه باب له احتمالی نیوکو د خوندي ساتلو لپاره هڅه کوي ، لادقیقې ارزونې وکړي ، څو له دې لارې په وړاندې چیلنجونه لږې اندازې ته ورسوي .
له بل پلوه،دا انګیرنه او خیال هم مطرح دی چې امریکا په افغانستان کې د سپينې ماڼۍ دسیاستونو او پروګرامونو د دوام لپاره د یوه جانشین هیواد دموندلو لپاره هڅه کوي ، څو له دې لارې ، هماغه شان په دغه هیواد کې د خپلې خوښې ډګرونه کنټرول او مدیریّت ئې وکړائ شي .
د افغانستان د سولې دخبرواترو د ناستې په جوړولو کې د ترکیې کوربتوب ته په پام سره ، چې ترسره کیدا ئې فعلا ځنډول شوې ده،دا احتمال مطرح شوی دی ، چې د مشارکت لپاره دسپینې ماڼۍ دخوښې وړ ټاکنه، له افغانستانه د امریکائی پوځیانو له احتمالی وتلو وروسته په دغه هیواد کې د انقرې مشارکت لپاره همدغه هیواد یعني ترکیه کیدلی شی ، چې لیرې ښکاري ، یو هیواد د خپلو ملی ګټو په اساس ، حاضر شي ، دجانشینۍ په دغه ماډل کې ځان ورځاي کړي .
له دې ورتیر چې امریکا، په کوم کړچار سره ، ولې له افغانستانه دخپلو عسکرو د ویستلو دوخت، لږترلږه تر ستمبر پورې ځنډولی دی ؟، البته د سپينې ماڼۍ ددغې ژمنتیا داجرا د وخت اوږدیدا چې ددوحې په موافقې کې واضج شوی دی ، د بین الافغاني خبرواترو پر بهیر به ډيرې منفي اغیزې وشیندي .
د افغانستان د سولې د هغوخبرواترو په بهیر کې دطالبانو ډلې د کارړنګونو اصلي علت ، چې له تیر ستمبر میاشت راهسې د قطر په کوربتوب سره په دوحې کې پیل شوي ، له دغې ډلې سره د سولې په موافقې کې د امریکا د ژمنتیاؤ نه اجرا ده چې سبب شوې ، په افغانستان کې د جنګ د ختمیدا لپاره رامینځةشوي فرصت له بشپړ نابودۍ سره مخامخ شي .
په همدې دلیل ده چې د افغانستان حکومت او ملت ، له طالبانو ډلې سره د سولې په موافقې کې د خپلو ژمنتیاؤ د اجرا په وړاندې د امریکا د دریځ دمشخص کیدا غوښتونه کوي چې له دغې ډلې سره ئې د سولې دموافقې په لړ کې د کابل د چارواکو د وروستیو میاشتو هڅې له بندون سره مخ کړي دي.