Apr 20, 2021 04:04 Asia/Kabul
  • د افغان طالبانو یو قومندان په پيښور کښې وژل شوی دی

په ننګرهار کښې د طالبانو یو مشهور قوماندان د پاکستان په پیښور کې ووژل شو

له جلال آباده زمونږ خبریال بیګا خبر راکړی چې د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل پر خپله تویټر پاڼه لیکلي چې په ننګرهار کې د طالبانو مشهور قوماندان ملا نیک محمد چې په رهبر مشهور و او د طالبانو د سرې قطعې مسئولیت یې هم څه وخت پر غاړه و، د دوشنبې په مازیګر د خیبرپښتونخوا صوبې د پیښور ښار په حاجي کیمپ سیمه کښې مخ پټو وسله والو په ډزو وواژه او دوه نور ملګري یې ژوبل شول.

د ننګرهار والي ویلی چې د مولوي نیک محمد رهبر وژل کیدل په ننګرهار کې پر ظالبانو سخت ګوزار ګڼل کیږي.

تر اوسه د دې پیښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستې او وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملا نیک محمد مشهور په رهبر چې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ اوسیدونکی دی دوه وروڼه مولوي نورمحمد او مولوي احمد هم چې د وسله والو طالبانو قوماندانان و له ده وړاندې وژل شوي دي.

دا طالب قوماندان داسی مهال دپاکستان په پیښور کې وژل کیږي چې څه موده وړاندې د طالبانو له لورې د لغمان لپاره ټاکل شوی والی هم د پاکستان په پیښور کې د خپل کور مخې ته د ناڅرګندو وسله والو له لورې وژل شوی و.

 

ټیګونه