له فلسطینه نړیوال ملاتړ، د اسلامي انقلاب د روح له امله دی
(last modified Fri, 26 Jul 2024 00:46:31 GMT )
Jul 26, 2024 05:16 Asia/Kabul
  • له فلسطینه نړیوال ملاتړ، د اسلامي انقلاب د روح له امله دی

د اسلامي انقلاب معظم رهبر ، په نړۍ کښې د فلسطین په ګټه روان خوځښتونه، د اسالمي انقلاب د روح له امله وبلل.

د روان ۱۴۰۳ کال د غويي د میاشتې په ۲۶ نیټه د تهران ولایت د شهیدانو د کنګرې د کارکوونکو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر کړې څرګندونې پرون مازیګر د امام خمیني(رح) په پاک حرم کښې د دغې کنګرې د ترسره کیدو په ځاې کښې خپرې شوې.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دغه ملاقات کښې د مقدسې دفاع د وختونو د مجاهدتونو او سرشیندنو یو برکت په هیواد کښې دننه او همداشان له پولو بهر ته د مقاومت او اودریدنې د پیغام انتقال وباله او ویې ویل: ډیر نظرخاوندان په زغرده وايي چې کوم حرکتونه چې نن سبا په دنیا کښې د فلسطین په ګټه ترسره کیږي، د اسلامي انقلاب له روح څخه رامینځته شوي دي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه: کوم شعارونه او دریځونه چې نن یې په ټوله دنیا کښې له فلسطینه په ملاتړ کښې وینو، همهغه د امام خمیني دریځونه او هغه شعارونه دي چې د ایران د خلکو له زړه څخه راووتل او په ژبو جاري شول.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د فلسطین له خلکو په ملاتړ کښې د امریکايي پوهنتونونو خوځښت ته په اشارې سره، هغه د ایران د ولس د خوځښت او د ستر امام د حوصلې یوه نښه وبلله چې په اوسمهاله تاریخ کښې یوه بې سارې ښکارنده ده او ویې ویل: له فلسطینه د امریکې د پوهنتونوالو د ملاتړ د بهیر پراختیا داسې شوې ده چې د امریکې حکومت د خپلو ټولو ادعاو او شعارونو خلاف ورزي کوي او د دغه هیواد پولیس د خلکو د سترګو او د کیمرو په وړاندې محصلین او استادان وهي او هتکړۍ ورته اچوي.

دوي ټینګار وکړ: کوم کار چې یې غوښتل په ایران کښې ترسره کړي، اوس خپله دوي ته پيښ شوی دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همداشان په دې وروستیو کلونو کښې له داعش یا صهیونیسټي رژیم سره د مقابلې په میدانونو کښې شتون ته د ځوانانو روحیه او انګیزه، همهغه د مقدسې دفاع د وختو روحیه وبلله او ویې ویل: په تهران کښې د ۸۸ کال د فتنې په شمول د تیرو کلونو په پيښو او فتنو کښې هم هغه ځوانان چې نه یې امام لیدلی و او نه یې د سپيڅلې دفاع دوران، د هغه پړاؤ په انګیزې او روحیې سره میدان ته راغلل او هیواد او خلکو ته د ستونزو جوړولو په موخه د دښمن پلانونه یې شنډ او ناکامه کړل.

 

 

 

ټیګونه