د صهیونیسټي رژیم په برید کې د ۱۲ تنو وژل کېدل
د نیواکي جولان په اشغال شوې مجدل شمس سیمه کې د فوټبال په یوه میدان د صهیونیسټي رژیم د هوايي ځواک ضد توغندي د لګیدو له امله د وژل شویو کسانو شمیر دولسو تنو ته ورسید.
صهیونیسټي رسنیو هم د ځینو ټپیانو حالت چې مخکې یې شمېر څلوېښت تنه ښودل شوی وو، د اندیښنې وړ بللی.
دا برید وروسته له هغې کیږي چې صهیونیسټي رژیم ادعا وکړه چې د سوریې په نیواکي جولان سیمه کې د مجدل شمس سیمه د حزب الله د توغندیو د حملې هدف وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د لبنان اسلامي مقاومت دغه ډول حملې په کلکه رد کړي او ویلي چې په دغه ډول حملو کې هیڅ ډول لاس نلري.
له بلې خوا امریکايي خبري وېبپاڼې اکسیوس د یوه امریکايي چارواکي په حواله ویلي چې حزب الله اعلان کړی چې د سوریې د اشغال شوې جولان په مجدل شمس سیمه کې د پېښې لامل د اسرائیلو د الوتکو ضد توغندی و.