قطر ته د ایران خبرداری او په امنیت شورا کې د چین، روسیې او الجزایر غبرګونونه
د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر باقري کني قطر هېواد ته په یوه پیغام کې ویلي: هر هغه عرب هیواد چې په ایران باندې د حملې لپاره صهیونیسټ رژیم ته خپل هوايي حریم ورکوي د حملې مشروع هدف به وي .
په ورته وخت کې په امنیت شورا کې د الجزایر استازي تیره ورځ ویلي: پرون سهار اسرائیلو په تهران کې یو ترهګر عمل ترسره کړ او الجزایر د فلسطین له وروڼو سره خپله خواخوږي څرګندوي.
نوموړي زیاته کړې: دا یو ساده برید نه وو، بلکې یو ظالمانه عمل او د یوه هیواد له حاکمیت څخه سرغړونه وه چې له همدې امله موږ د اسرائیلو دغه ظالمانه او وحشیانه عمل په کلکه غندو.
د هغه په وینا د صهیونیسټي رژیم یاد برید د ځان د دفاع عمل نه، بلکې دا د تخریب او تیري اعمال دي.
دغه راز په امنیت شورا کې د چین استازي هم ویلي: د اسماعیل هنیه وژنه په کلکه غندو او دا د ایران له ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده
هغه زیاته کړې: هیڅ ډول پارونکي اقدام باید ونه شي، چین په جنوبي بیروت کې د اسراییلو د برید په څیر غیر مسؤلانه عملونه غندي او دغه راز په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتوونکي یو.
په امنیت شورا کې د روسیې استازي هم په تهران کې د اسماعیل هنیه وژنه غندلې او زیاته کړې ده چې هغه کسان چې دا جنایت یې ترسره کړې، باید پوه شي چې دا ډول کړنې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره خطرناکې پایلي لري.