د اسرائيلو له ترهه ګرو اقداماتو سره د ځينو اروپائي هیوادونو ملګرتیا
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست د صهیونیسټي رژیم د سزاکولو لپاره له خپل روا حقه پر استفادې په ټينګار سره ، د ملګروملتو په امنیت شورا کې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د لوړپوړي مشر د ترور د محکومولو په مخنیوي کې له امریکا سره په ملګرتیا کې د ځينو اروپائي هیوادونو په اقدام سختې نیوکې وکړې.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست علی باقری کني د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست له مسئول جوزف بورل سره په ټیلیفوني تماس کې په تهران :ې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیّه په شهیدولو کې د صهیونیسټي رژیم د وروستي ترهه ګر اقدام په بابد ملګروملتو د امنیت شورا ځانګړي ناستې ته په اشارې سره ووئیل،ددغه ترور د محکومولو په مخنیوي او په یمن او لبنان کې د اسرائيلو په وروستیو بلاغوښتنو کې له امریکا سره د ځینو اروپائي هیوادونو ملګرتیا به ،د سیمې د ثبات له خطرې سره په مخامخ کولو او د خپلو تیریګرو اقداماتو په دوام کې ددغه وحشي رژيم د لمسَولو سبب شي. باقري کني ددغه لوي جنایت سیاسی او امنیتی پایلو ته په اشارې سره ووئيل، اروپائي اتحادیه باید د نړیوال امنیت او سولې د ساتلو لپاره دخپل مسئولیّت په پيژندنې او په صهیونیسټ رژیم د دباؤ په اچونې سره ددغه وحشي رژيم د جنایتونو د دوام مخنیوی وکړي.په تهران کې د حماس غورځنګ د سیاسی مشر په شهیدولو کې د صهیونیسټي رژیم د وروستي جنایت په وړاندې د امریکا او ځینو اروپائي هیوادونو له چُپتیا او بې عملۍ سره د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ددغه ترهه ګر اقدام په محکومولو سره د ایران د خارجه وزارت له سرپرست سره په خبرو کې ټینګار کړی دی، چې ایران د نړیوالو حقوقو په اساس د مځکنۍ بشپړتیا او د ملی امنیت د خلاف ورزۍ په وړاندې له ځانه د روا دفاع حق لري. ګوتریش په سیمې کې د صهیونیسټي رژيم په وروستیو بلا غواړو اقداماتو باندې د اندیښنې په څرګندولو سره په سیمې کې د یوه بشپړ سنبال جنګ د پښیدا او دهغو دنتیجو د ا حتمال په باب اندیښنه ښودلې ده.
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیّه د جولائي په ۳۱ نیټه سهار وختي په تهران کې د هغه د پاتیکیدا په ځاي کېد وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژیم په حملې کې سره د خپل یوه ساتونکي شهید شوی دی.د ایران د اسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په دې خبرې په ټينګار سره چې صهیونیسټي رژيم د رسمي میلمه اسماعیل هنیّه په شهیدولو سره د ایران د اسلامی جمهوریت له سرې کرښې تیر شوی دی، دغه جنایت ته د ایران ځواب پریکنده بللی دی. په همدې ارتباط ، د اسلامی انقرلاب سپاه پاسدارانو د شنبې په ورځې دیوې خبرتیا په خپرولو سره ټينګار کړی دی، چې د شهید اسماعیل هنیّه د وینې بدل قطعي دي او صهیونیستي ترهه ګر اوا جنایتکار رژیم به ددغه جنایت ځواب چې ؛سخته سزا؛ ده، په یوه مناسب، پریکنده او ښه انداز سره وویني . د ایران اسلامی جمهوریت په وروستیو شپو ورځو کې د ملګروملتو د امنیت شورا د غونډې د ترسره کیدا او د اسلامی ملګرتیا موسیسې د ځانګړی ناستې د ترسره کیدا پشمول له ټولو ډيپلوماټيکو ظرفیّتونو څخه په استفادې سره په سیمې کې د صهیونیسټانو د جنایتکارو اقداماتو د دوام د مخنیوي غوښته کړې ده.د ډيپلوماټيکو هڅو په مقابل کې ، د صهیونیسټانو وروستي جنایت ته د ځواب ورکولو لپاره ئې خپل چمتووالی هم اعلان کړی دی . په همدې لړ کې موجوده شواهد ددې ښودنه کوي چې د ایران اسلامی جمهوریت د نړیوالو قوانینو په اساس دخپلې روا دفاع د حق د اصل په اساس په تهران کې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیّه ترور ته د ځواب لپاره لازم مقدمات تیار کړي او دغه ځواب به د وعده صادق په نامې سره له هغو عملیاتو لا پراخ او ویجاړونکي وي چې د تیر اپریل په میاشتې کې د سورئې په پلازمینې دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ باندې د صهیونیسټانو له حملې وروسته ترسره شول.