ترکیه د هاګ له محکمې سره د اسراییل په وړاندې د غزې د نسل وژنې د قضیې په تړاو یو ځای شوه
(last modified Thu, 08 Aug 2024 02:08:50 GMT )
Aug 08, 2024 06:38 Asia/Kabul
  • ترکیه د هاګ له محکمې سره د اسراییل په وړاندې د غزې د نسل وژنې د قضیې په تړاو یو ځای شوه

ترکیې د چهارشنبې په ورځ په رسمي ډول هاګ ته د اسراییل په وړاندې د نسل وژنې په قضیه کې د سویلي افریقا شکایت کې د ګډون غوښتنه وکړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویلې، چې هېواد به یې د دې قضیې د تعقیب لپاره پوره هڅه وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې «نړۍواله ټولنه باید د نسل وژنې د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي او پر اسراییل او پر ملاتړو یې لازم فشار راوړي.»

په هاګ کې د دغه هېواد د سفیر سلجوق اونال او په پارلمان کې د عدالت او پراختیا د ګوند د غړي جونیت یوکسل په ګډون د ترکیې یوه پلاوي د چهارشنبې په ورځ ( د زمري ۱۷مه) د عدالت نړۍوالې محکمې ته د ترکیې غوښتنه وړاندې کړه.

تر دې وړاندې نیکاراګوا، کولمبیا، لیبیا، مکسیکو، فلسطین او هسپانیې هم د اسراییل خلاف د نسل وژنې په قضیه کې د جنوبي افریقا په شکایت کې برخه اخیستې وه.

دغه شکایت د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د جنوبي افریقا له خوا د عدالت نړۍوالې محکمې ته سپارل شوی و. سویلي افریقا وايي، اسراییل د نسل وژنې په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون له مخې له خپلو مکلفیتونو سرغړونه کړې.

د جنورۍ په میاشت کې د عدالت نړۍوالې محکمې اسراییل ته امر وکړ، چې د هر هغه عمل څخه ډډه وکړي چې د نسل وژنې کنوانسیون لاندې راځي او ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی ځواکونه د فلسطینیانو په وړاندې نسل وژنه نه کوي.

 

ټیګونه