د غزې د عامو خلکو وږي ساتل یو جنګي جنایت دی
د آسټریلیاخارجه وزیرې د صهیونیسټي رژيم د خزانې د چارو د وزیر د څرګندونو په محکومولو سره ووئیل، د عامو خلکو وږي ساتل یو جنګي جنایت دی او باید اسرائيلي رژيم ئې ځواب ویونکی ووسي.
د صهیونیسټي رژیم د خزانې چارو وزیر بزالل السموتریچ په یولړ بحث راپارؤنکو څرګندونو کې وئيلي دي،تر هغه وخته چې اسرائيلي بندیان خوشي نشي، دغزې د اوسیدونکو دوو میلیون اوسیدونکو د وږي ساتلو سیاست یو اخلاقي او روا ځواب کیدلی شي.
له دې مخکې د ملګرو ملتو سره اړونده د خوړو نړیوال پروګرام په یوې اعلامیې کې وئيلي چې په غزې تړانګې کې کابو یونیم میلیون فلسطنییان د لوږې له بوږنونکو حالاتو سره مخ دي.
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی،د آسټریلیا خارجه وزیرې پني وانګ د صهوینیسټي رژيم د خزانې چارو د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې پخپل ټولنیز چینل کې لیکلي دي، د عامو خلکو قصدا وږي ساتل یوجنګي جنایت دی او ددغه شان اقدام لپاره هیڅ توجیه نشته.
د آسټریلیا خارجه وزیرې په غزې تړانګې کې د اوربند په ټينګیدا باندې په ټينګارسره زیاته کړې ده، په غزې کې فوري اورندد عامو خلکو،د ساتنې د بندیانو د خوشي کیدا او د انسان دوستۍ د مرستو برابرولو لپاره ضروري دی.
له دې مخکې، د اروپائي اتحادې دبهرني سیاست مسئول جوزف بورل هم دغزې تړانګې د اوسیدونکو د وږي ساتلو په باب د صهیونیسټي رژيم د خزانې چارو ددغه وحشي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وئيلي،قصدا د عامو خلکو وږي ساتل یو جنګي جنایت دی او د صهیونیسټي رژیم د کابینې د وزیر څرګندونې د لومړنیو انسانی اصولو او نړیوالو حقوقو سپکاوی ده.