د فلسطین نیواکي ټاټوبو ته د امریکا-بریتاکشتیو تګ راتګ په اوڅاره توګه کم شوی
(last modified Fri, 23 Aug 2024 01:36:47 GMT )
Aug 23, 2024 06:06 Asia/Kabul
  • د فلسطین نیواکي ټاټوبو ته د امریکا-بریتاکشتیو تګ راتګ په اوڅاره توګه کم شوی

سحاب - د لبنان المیادین خبری چینل د فلسطین نیواکي ټاټوبو ته د امریکائی  او بریتانوي کشتیو د تګ راتګ  د بې مخینې کمیدا خبر ورکړی دی.

المیادین ټيلیويژني چینل د یوې یمني سرچینې له قوله د یمن به الحدیده باندې د صهیونیسټ رژیم له تیریو وروسته د فلسطین نیواکي ټاټوبو ته د امریکائی او بریتانوي کشتیو دبې مخینې کمیدا ته په اشارې سره اعلان کړی  چې  دامریکا او بریتانیا په دغو کشتیو او شرکتونو کې یو ډول ویره او وحشت او احتیاط رامینځةشوی دی.

ددغه راپور په اساس، سیمې ته د امریکاد سمندري ځواک د  کشتیو د لیږد دوام ،پر خپل ثابت دریځ د یمن ټينګتیا لازیاتوي  او دغه هیواد به هیڅکله  هم له خپل دریځه شاتګ ونه کړي.

په همدې ارتباط د بریتانیا د سمندري تجارت دعملیاتو ادارې  پرون  د یمن دعدن ښار په جنوب کې د دوو کشتیو نزدې په ۵۷سمندری میلو واټن کې د درو چاودنو خبر ورکړی دی.

د یمن پوځ  په تیرو څو میاشتو کې په غزې تړانګې کې د فلسطین د مظلوم ملت  له مقاومته په ملاتړ کې د صهیونیسټ غاصب رژيم څو کشتئ او د امریکا یوشمیر پرمختللي  ډرونز ټارګټ کړي او دغه راز ئې په سرۀسمندر او باب المندب  او عدن خلیج کې په لسګونو امریکائي او بریتانوي کشتۍ هم په شیشت کې راوستي  او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي.

Image Caption

 

ټیګونه