د ایران د خارجي سیاست د لومړیتوبونو په هکله د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې:-
(last modified Fri, 23 Aug 2024 09:18:59 GMT )
Aug 23, 2024 13:48 Asia/Kabul
  • د ایران د خارجي سیاست د لومړیتوبونو په هکله د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې:-

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو نوي وزیر سید عباس عراقچي په خپلې لومړنۍ اختصاصي مرکه کښې ټینګار وکړ د لارې د نقشې او د هغه پیژندګلوۍ پراساس چې د جاپان په هکله یې لرم په ټولو اړخونو کښې به د تهران او د ټوکیو اړیکې پیاوړي کړو او د سیمې په کړکیچ باندې د ګډ غور لپاره به له جاپان سره ملګرتیا وکړو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو نوي وزیر سید عباس عراقچي په خپلې لومړنۍ اختصاصي مرکه کښې ټینګار وکړ د لارې د نقشې او د هغه پیژندګلوۍ پراساس چې د جاپان په هکله یې لرم په ټولو اړخونو کښې به  د تهران او د ټوکیو اړیکې پیاوړي کړو او د سیمې په کړکیچ باندې د  ګډ غور لپاره به له جاپان سره ملګرتیا وکړو.

دې ته په پام سره چې عباس عراقچي په جاپان کښې د ایران سفیر پاتی شوی او د جاپان او د هغه د ظرفیتونو په هکله ژور شناخت لري د تهران او د ټوکیو د اړیکو د پراختیا لپاره روښانه لرلید د تصور وړ دی.

د ایران نوي خارجه وزیر عباس عراقچی له «کیوډو نیوز» سره په مرکه کښې ټینګار وکړ زه د جاپان ظرفیتونه او وسونه پیژندم او جاپان کولای شي د ایران د انرژۍ او د تیلو او د اقتصاد په برخه کښې ډیره ونډه ولري.

د سیاسي مسائیلو  کارپیژاند محمد انصاري په دې هکله وايي : د ایران او د جاپان اړیکې تاریخي دي خو په تیرو  کلونو کښې د امریکا د سیاستونو تر اغیز لاندې د ټوکیو سیاستونه د تهران او د ټوکیو د اړیکو د پراختیا خنډ شوي دي.

له دې کبله هیله کیږي د ایران د نوي حکومت ختیځ ته د ګروهنې د سیاست په چوکاټ کښې د جاپان او د ایران د اړیکو د هراړخیزه پراختیا او د احیا کیدا کتونکي ووسو.»

له دې کبله د ایران د بهرنیو چارو نوي وزیر عباس عراقچي وویل د تیلو او د انرژۍ په برخه کښې فعالیت ته د دلچسپۍ لرونکو جاپاني شرکتونو هرکلی کوو او جاپان د ایران د تیلو میدانونو ته بیرته راستنیدلای شي او د خپلو د تیلو  د تولید له پراخولو سره مرسته کولای شي.

د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ په برخه کښې تل د جاپان شرکتونو او صنایعو ته ځانګړی پام لرلی دی او همدا اوس هم د انرژۍ په برخه کښې له ټوکیو سره د ملګرتیا د پراخولو لپاره د ایران په مثبت او رغنده کړچار سره به په پریکنده توګه دواړه هیوادونه مخ په پراختیا اړیکې له سره تجربه کړي کومې چې کولای شي د تیرو وختونو نیمګړتیاوې په چټکۍ سره جبران کړي.

د ایران خارجه وزیر باوري دی چې جاپان او ایران په بیلابیلو وسونو او په عین حال کښې په خپلو مکملو وسونو سره په ټوله اسیا کښې د یوه پایداره او د ګټور مشارکت د رامینځته کولو لپاره ډیر زیات ظرفیت لري.

په دې لړ کښې د ایران او د جاپان د اقتصادي او د تجارتي اړیکو پراخول د یوه طبیعي او د منطقي انتخاب په توګه مطرح دي او د اټکل وړ ده چې دغه ملګرتیا د غوړیدا په لاره کښې دوام ولري.

په همدې دلیل د ایران نوي خارجه وزیر عباس عراقچي وویل جاپان په اسیا کښې مهم ځایګی لري او له ختیځې اسیا سره د اړیکو پراخول د ایران د بهرني سیاست چورلیزي هدفونه دي.

په هر حال د ایران خارجه وزارت به په تهران باندې د اقتصادي بایکاټونو د ختمولو او په نړیواله ټولنه کښې عادي تجارتي اړیکو ته د بیرته ستنیدا په لړ کښې د ټاکونکي ګام په توګه له امریکا سره د تاوتریخوالو د مدیریت کولو او له اروپايي هیوادونو سره د اړیکو د بیا رغولو پسې وي.

په دې هکله مهم ټکی دا دی چې اروپايي هیوادونه هم باید د دښمانه کړچار په څنګ ته کولو سره د دوه زره پینځلسم(۲۰۱۵) میلادي کال د اټومي تړون د احیا کولو او د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د بایکاټونو د ختمولو لپاره اقدام وکړي چې د دواړو لورو د اړیکو د پیاوړتیا او د پراختیا لپاره مناسب بستر او د اعتماد زمینه برابره شي.

 

 

ټیګونه