د هوايي دفاع شبکه د ایران لپاره د ویاړ سرچینه او د وسله والو ځواکونو د وقار څرګندونه ده
(last modified Sun, 01 Sep 2024 02:03:19 GMT )
Sep 01, 2024 06:33 Asia/Kabul
  • د هوايي دفاع شبکه د ایران لپاره د ویاړ سرچینه او د وسله والو ځواکونو د وقار څرګندونه ده

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وویل، د هوایي دفاع شبکه د ایران او ایرانیانو لپاره د امنیت او ویاړ سرچینه او د وسله والو ځواکونو د وقار څرګندونه ده.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري د خاتم الانبیاء (ص) د ګډې هوايي دفاعي اډې د جوړېدو د کلیزې په مناسبت په یو پیغام کې زیاته کړه، په ننني خطرناکو شرایطو کې د ایران اسلامي جمهوریت په یوه غوره مقام کې دی او په نړیوال چاپېریال په تېره بیا د لوېدیځې آسیا په سیمه کې یې خپل ځان په ځواک سره ټینګ کړی دی.

سترجنرال باقري وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د هېواد له پولو هاخوا د مقاومت د جبهې د بنسټونو په پیاوړي کولو سره، د تسلط ضد او حق غوښتونکو ټولنو او ولسونو ترمنځ ستر معنوي نفوذ د معاصر تاریخ په یوه نه انکارېدونکي حقیقت بدل کړی دی .

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وویل، بې له شکه د دفاعي ځواک او د هوايي دفاع د ډګر په ګډون، په مختلفو ابعادو او ډګرونو کې د دفاعي ځواک تولیدول د دغه نعمت د ترلاسه کولو لپاره له اغیزمنو لارو چارو څخه دي.

ټیګونه