د رسول اکرم (ص) د رحلت او د امام حسن (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت تسلیت ومنئ
(last modified Mon, 02 Sep 2024 08:49:20 GMT )
Sep 02, 2024 13:19 Asia/Kabul
  • د رسول اکرم (ص) د رحلت او د امام حسن (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت تسلیت ومنئ

اسلامي ایران د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) او د نړۍ د اهل تشیع د دویم امام، حضرت امام حسن مجتبی (ع) د شهادت په مناسبت په ماتم کې ډوب دی.

نن (دوشنبه) د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې ۲۸مه نېټه، چې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له دویمي نېټې سره برابره ده، د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د رحلت او د نړۍ د اهل تشیع د دویم امام حضرت امام حسن مجتبی (ع) د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.

د اسلام ګران پيغمبر(ص) په 11 هجري قمري کال کې د خپل وفات تر وخته پورې، د نبوي شريعت احکام او اصول په مهربانۍ او خواخوږۍ او په عين حال کې په ټينګار سره بيان کړل او د دین د معارفو د خپرولو او په غوره طریقې سره د هغې هدایت لپاره يې خپله ټوله هڅه وکړه.

د نړۍ د اهل تشیع دویم امام حضرت امام حسن مجتبی (ع) هم چې نږدې دېرش کاله یې له خپل ګران پلار او د نړۍ د اهل تشیع له لومړي امام حضرت علي بن ابی طالب (ع) سره وو، د صفرې میاشتې په ۲۸مه نېټه په ۵۰ هجري قمري کال کې، د معاویه په حکم او د خپلې مېرمنې په لاس، په ۴۷ کلنۍ کې مسموم او په شهادت ورسېد.

د ایران د اسلامي جمهوریت راډیو او ټلویزیون، د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د رحلت او د اهل تشیع د دویم امام حضرت امام حسن مجتبی(ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت، د نړۍ ټولو مسلمانانو ته تسلیت وړاندې کوي.

ټیګونه