چین د امریکا لپاره ګواښ نه بلکې یو فرصت دی
ایرنا خبري اژانس د سټریټ ټایمز ورځپاڼې په قول راپور راکړی د چین د سوداګرۍ وزیر مرستیال« وانګ شوون» پرون د امریکا همڅنګ ته وویل چې موډرن چین یو اقتصادي فرصت دی او د امریکا لپاره ګواښ نه دی.
تجارت، د ټایوان مسلې او د چین د جنوب په سمندر کښې په تاوتریخوالي او په ټیکنالوژۍ کښې له سیالۍ کولو سره یوځاې د چین او د امریکا ترمینځ د اختلاف وړ په ډیرو حوزو کښې ګڼل کیږي.
د چین د سوداګرۍ د وزیر مرستیال وانګ شوون د چین په شمال کښې په تیانجین بندري ښار کښې د نړیوال تجارت په چارو کښې د امریکا د سوداګرۍ د وزیر له مرستیالې ماریسا لاګو سره کتنه وکړه او دا په روان میلادي کال کښې د دغو دواړو چارواکو دوهمه کتنه ده.
د چین د سوداګرۍ د وزیر مرستیال وانګ شوون دغه راز ټینګار وکړ چې پیکینګ د چین د اضافي ظرفیت په پلمه په تجارت او پانګونه کښې د امریکا لخوا له لګول شویو محدودیتونو سره مخالف دی.
امریکا د چین په شرکتونو او محصولاتو باندې زیات محدودیتونه او بایکاټونه لګولي دي.