د رڼا سرچینې (۱۱۲) مؤمنان د پیغمبر د ملاتړ تر چتر لاندې
(last modified Mon, 09 Sep 2024 08:57:56 GMT )
Sep 09, 2024 13:27 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۱۱۲) مؤمنان د پیغمبر د ملاتړ تر چتر لاندې

د رسالت له پيل څخه درې کاله وروسته د خدای ګران رسول (ص)، د خاموشۍ مُهر مات کړ او له افرادو سره يې د شخصي تماسونو لپاره، عامه دعوت ته لاره هواره کړه. حضرت د شخصي تماسونو له لارې په دې توانېدلی وو، چې یوه ډله د حق لارې ته هدایت کړي، خو هېڅکله دا بریا د ده وروستۍ هیله نه وه. له دې امله؛ یوه ورځ د صفا په غره کې پر یوې لوړې ډبرې ودرېد، او په لوړ آواز سره یې وفرمایل: یا صباحاه! عربان د صباحا کلمه د خطر د زنګ په توګه کارويو ترڅو خلک خبر کړي.

کله چې رسول الله (ص) دا کلمه په لوړ آواز تکرار کړه او ویې فرمایل: «یاصباحاه»! هغه خلکو چې د هغوی غږ واورېد، کار یې بند کړ او د صفا غره ته ولاړل. په دې وخت کې رسول  اکرم وفرمایل: آیا له ما څخه مو کله دروغ یا ناسمه خبره اورېدلي ده؟ ټولو وویل: نه! موږ له تاسو څخه پرته له صداقت او اخلاص څخه، بل څه نه دي لیدلي او نه مو اورېدلي دي.

زه تاسو ته خبرداری درکوم

رسول الله مبارک وفرمایل: که زه تاسو ته ووایم چې یو وینه تویوونکی دښمن په کمین کې دی او غواړي پر تاسو برید وکړي، آیا تاسو زما خبرې ردوئ او په آرامه توګه کښېنئ؟ هغوی وویل: نه، موږ ستاسو په خبرو باور لرو او ځانونه د دفاع لپاره چمتو کوو. رسول الله (ص) وفرمایل: اوس چې دا ډول پر ما باور لرئ او زما خبرې تاییدوئ، اوس تاسو ته اعلان کوم؛ له دې دنيايي ژوند څخه وروسته به له شوره ډکه دنيا راشي، هغه دنيا چې دردونه، کړاوونه او عذابونه لري.

که تاسو د آخرت لپاره ځان چمتو نه کړئ، محرومیت به ولرئ. لکه څنګه چې تاسو په آرامۍ سره ژوند کوئ، په عاقبت کې به له دردناکو عذابونو سره مخ شئ، چې په دې نړۍ کې ستاسو د انحراف پایله ده. بیا یې زیاته کړه: زما دریځ هماغه د یوه څارونکي موقعیت دی، چې دښمن له لیرې څخه ویني، سمدلاسه د خپلو خلکو د ژغورلو لپاره د دوی خواته ځي او د «یَا صباحاه: د خبر اعلان » په ځانګړي شعار سره خبر ورکوي.

دې لنډو او سختو خبرو، د خلکو په زړونو کې عجیبه ویره واچوله، خو د رسول اکرم یو سرسخت دښمن چې ابي لهب نومېده، د خلکو چوپتیا ماته کړه؛ هغه حضرت ته یې مخ کړ او ویې ویل: افسوس دې وي پر تا، تا موږ ته د دې لپاره بلنه راکړه؟ بیا یې په خپلو نامناسبو کلمو سره خلک خپاره کړل. له دې پېښې لږ وروسته، خدای پاک د شعراء سورت ۲۱۴ آیت په نازلولو سره، پېغمبر ته امر وکړ چې خپلو خپلوانو او نږدې کسانو ته، د شرک او بت پرستۍ د عذاب په تړاو خبرداری ورکړه.

وَ أَنْذِرْ عَشِیرَتَکَ الْأَقْرَبِینَ

خپلو خپلوانو ته د پیغمبر علیه السلام د بلنې طریقه، ډېره په زړه پورې وه او په هماغه ورځ یې ځینې حقایق په ډاګه کړل، چې وروسته یې رازونه څرګند شول.

هغوی په لومړي ګام کې، خپل ۴۰ تنه خپلوان یوې مېلمستیا ته راوبلل. پېغمبراکرم(ص) علي بن ابي طالب ته چې په هغه ورځ عمر یې له پنځلسو کالو زیات نه وو، امر وکړ چې خواړه چمتو کړي. علي (ع) هم د غوښې خواړه تياره کړل او يو څه شېدې يې هم چمتو کړې، چې دوی له ډوډۍ وروسته وخوړل.

بیا حضرت رسول بلنه اعلان کړه او ویې فرمایل: زه د خدای رسول یم او د خدای لخوا رالېږل شوی یم. زه مسئول یم چې لومړی تاسو ته بلنه درکړم او که زما خبرې ومنئ، نو د دنیا او آخرت نېکمرغي به ستاسو په نصیب وي. ابولهب د دې جملې په اورېدو سره په غوسه او خپه شو او ويې ويل: آيا تا موږ ته بلنه راکړې چې دا ډول احمقانه خبرې موږ ته ووایې؟ ! هغه بیا غونډه خرابه کړه. خو رسول الله مایوسه نه شو او په پوره استقامت او صبر سره یې، په هماغه ځای کې بله ورځ حاضرو کسانو ته دعوت ورکړ.

بله ورځ په مېلمستیا کې، رسول الله مخکې شو او د ډوډۍ له پای ته رسېدو وروسته یې سمدستي وفرمایل: "اې د عبدالمطلب زامنو! ترونو او د تره زامنو او...)! په خدای قسم، زه په عربو کې داسې څوک نه پېژنم، چې خپل قوم ته یې تر هغه څه چې ما راوړي دي، غوره شی راوړی وي. ما تاسو ته د دنیا او آخرت خیر راوړی دی، او دا د خدای امر دی چې تاسو نوي دین ته راوبلم.

بيا يې د قوم مشرانو ته مخ واړوه او ويې فرمایل: که کوم چا زما بلنه، زما نبوت او زما رسالت ومنلو او زما سره یې مرسته وکړه او زما د احکامو او حکم په پلي کولو کې هڅه وکړه، هغه زما خلیفه او ځای ناستی دی. هغوی دا خبره وکړه او هر یوه ته یې مخ واړوه او ویې فرمایل: څوک دی چې زما بلنې ته ځواب ووايي او زما ځای ناستی شي؟ په دې خبرو سره، بشپړه چوپتیا جوړه شوه. مېلمنو یو بل ته وکتل او انتظار یې کاوه چې یو څوک له خپله ځایه پورته شي یا څه ووایي، خو یوازې علي بن ابي طالب له خپله ځایه ولاړ شو. ټولو سترګې علي ته واړولې.

علي د حاضرو کسانو د حیرانوونکو سترګو په منځ کې، رسول الله مبارک ته مثبت ځواب ورکړ او ویې ویل: اې د خدای پیغمبره! زه ستا ملګری او مرستندوی یم او پر تا ایمان راوړم.» رسول الله مبارک بېرته خپله خبره یو ځل بیا تکرار کړه او ویې فرمایل: هر څوک چې زما بلنې ته ځواب ووایي او ما تأیید کړي، زما اوامر پلي کړي، هغه زما خليفه دی.

دا ځل هم یوازې علي له خپله ځایه پورته شو او خپل چمتووالی یې اعلان کړ.  رسول اکرم د خپل د تره زوی علي (ع) پر وږې د محبت او ستاینې لاس وواهه او ویې فرمایل: دا زما ورور، وصي او ځای ناستی دی؛ د هغه خبرې واورئ او له هغه څخه پیروي وکړئ.

پېغمبراکرم (ص) خپل رسالت اعلان کړ، خو حاضرو خلکو، چې لا يې هم پر دې پېښې باور نه کاوه، چوپ پاتې شول. له دې وروسته ټول پاڅېدل او له خبرو پرته د ابو طالب له کوره ووتل. البته ناروغ زړه کسانو، ابو طالب ته په تمسخر سره وویل: دا د محمد (ص) امر دی چې د خپل زوی خبره واورې او له هغه څخه پیروي وکړې.

له خپلو خپلوانو سره د رسول الله د ملاقات خبر، په ښار کې خوله په خوله خپور شو او ټول خبر شول. کافران چې په داسې خبرو باور نه کولو، دا یې جدي ونه ګڼله. له بلې خوا، هغه مسلمانان چې مخکې یې ایمان راوړی وو، د دې ناستې د ناکامېدو په اړه اندېښمن او خفه شو. په دې وخت کې د شعراء سورت ۲۱۵ آیت نازل شو او پیغمبر ته یې لارښوونه وکړه، چې په مهربانۍ او ملاطفت سره، د رښتینو مؤمنانو خیال وساتي او د حوادثو په وخت کې، د دوی له بېلوالي څخه مخنیوی وکړي. دا آيت داسې فرمايي:

«وَ اخْفِضْ جَناحَکَ لِمَنِ اتَّبَعَکَ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ:

او د هغو کسانو لپاره چې پر تا یې ایمان راوړی دی او ستا پیروي یې کړې ده، خپل وزرونه پراخ کړه او هغوی پر خپل شاوخوا راټول کړه او له هغوی سره مهربانه و اوسه او په صبر سره هغوی وروزه.

د " خفض" کلمه د " رفع" کلمې په مقابل کې او د ښکته کولو معنی لري. او " جَناح"  هم د مرغانو د وزرونو معنی لري. له همدې امله،" خفض جناح" یعنې د وزرونو ښکته کول او خپرول دي، چې مراد نهایت تواضع ده.

د ايران ستر مفسر او خطیب" زَمَخشَري" د دغه استعاري تعبير په توجیه کې وايي: کله چې مرغۍ وغواړي اوج ته ورسېږي، خپل وزرونه خپروي او پورته یې نیسي؛ او کله چې غواړي ښکته راشي، خپل وزرونه راټول او ښکته کوي؛ نو لکه څنګه چې مرغۍ خپل وزرونه ښکته کوي، یو متواضع انسان هم د نورو پر وړاندې ځان فروتن او عاجزي کوي.

بل ايراني مفسر او حکیم "فخر رازي" هم په دې اړه وايي: کله چې مرغۍ غواړي له خپلو بچیانو سره خپله مينه څرګنده کړي، خپل وزرونه خپروي او هغوی تر خپلو وزرونو لاندې نيسي، نو  له" خفض جناح" څخه مراد د ښې روزنې په مانا ده.

خو په دې آيت كې ظاهراً دواړه مطلبونه د استفادې وړ دي او رسول الله مبارک، د امت د ښوونې او روزنې لپاره په مهربانۍ سره ځان عاجز كړى او هغوی تر خپلې روزنې لاندې رواستي دي.

ژباړه: زماني

ټیګونه