د یمن پوځ د امریکا یوه بله جاسوسي بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړه
(last modified Mon, 16 Sep 2024 10:36:03 GMT )
Sep 16, 2024 15:06 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ د امریکا یوه بله جاسوسي بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړه

د ایران پرس خبري آژانس د خبر له مخې؛ د امریکا جاسوسي بې پیلوټه الوتکه د یمن د ذمار ولایت په هوایي حریم کې د الوتنې پر مهال، د یمن د پوځ د هوایي دفاع له خوا نسکوره شوه.  

څو ورځې مخکې هم د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان وکړ چې د دغه هېواد هوایي دفاعي سیسټم پر دې بریالی شو، چې د یمن د صعده په هوایي حریم کې، د امریکا یوه MQ9 بې پیلوټه الوتکه د جاسوسۍ او جنګي عملیاتو پر مهال نسکوره کړي.

د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند همدارنګه وویل چې دا په تېرو دوو ورځو کې د امریکا دویمه جاسوسي بې پیلوټه الوتکه او د یمن په مقدس جنګ کې د دښمن په خلاف د امریکا نهمه بې پیلوټه الوتکه ده چې نسکوره شوې ده.

په تېرو یوولسو میاشتو کې پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم له وحشیانه حملو وروسته، د فلسطین د خلکو له مقاومت څخه په ملاتړ کې د یمن پوځ او وسله والو ځواکونو، د قدس نیواکګر رژیم اړوند څه دپاسه 170 بېړۍ یا د سرې بحیرې او باب المندب په تنګي کې د اشغال شویو سیمو پر لور تلونکي بېړۍ په نښه کړي دي.

د یمن پوځ هم اعلان کړی چې تر څو چې صهیونیسټي رژیم پر غزې تړانګې خپل بریدونه بند نه کړي، د دغه جنایتکار رژیم پر بېړیو او یا نیول شوې سیمې ته پر تیرېدونکو بیړیو به حملې دوام ولري.

ټیګونه