په ایران کې د افغان کډوالو په اړه د نړیوالې ټولنې نه پاملرنه
(last modified Fri, 20 Sep 2024 12:38:34 GMT )
Sep 20, 2024 17:08 Asia/Kabul
  • په ایران کې د افغان کډوالو په اړه د نړیوالې ټولنې نه پاملرنه

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي اعلان وکړ چې ایران هر کال د څه دپاسه شپږ میلیونو افغان اتباعو د شتون لپاره، له لسو میلیارډ ډالرو څخه زیاتې پیسې لګوي، خو نړیواله ټولنه دغې بېړنۍ موضوع ته هېڅ پام نه کوي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر او دایمي استازي سعید ایرواني څرګندونې ځکه مهمې دي چې هغه هېوادونه چې د بشري حقونو د دفاع ادعا کوي، د کډوالو مالي، ټولنیزو، امنیتي، تعلیمي او حتی خوراکي عواقبو ته له کومې پاملرنې پرته، یوازې د افغان کډ‌والو د کوربنو پر وړاندې دروغجن تورونه لګوي، چې د ایران او افغانستان د دوو ملتونو د اړیکو د فضا له خرابولو پرته بله نتیجه نه لري.

دا موضوع له څو اړخونو مهمه ده، لومړی دا چې، د هغه هېواد اتباع چې ثبات او امنیت لري، کډوال نه ګڼل کېږي او ملګري ملتونه باید دوی ته د خپل هېواد د بیرته راستنېدو زمینه برابره کړي.

دویم دا چې، ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت، د میلیونونو افغان کډواله په کوربه توب سره، د نړۍ په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونو ته د دوی له تلو مخه نیولې ده. درېیم دا چې د افغان اتباعو د کډوالۍ اصلي لامل، د لوېدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا مداخله کوونکي سیاستونه دي.

له دې سره، د افغانستان اشغالګر او استعماري هېوادونه نه یوازې دا چې د افغانستان وضعیت ته پام نه کوي، بلکې د خپلو تبلیغاتي او رسنیزو وسیلو له لارې، هڅه کوي چې د ګاونډیو هېوادونو او د افغان کډوالو د کوربه هېواد په بدنامولو سره، د دوی د ملتونو ترمنځ تفرقه واچوي.

حقیقت دا دی چې د ایران اسلامي جمهوریت له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د خپل ګاونډیتوب او اسلامي اخلاقو پر بنسټ، د بندیزونو له ویجاړوونکو اغېزو سره سره، بیا هم د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی.

خو په افغانستان کې د سياسي او امنیتي وضعيت په بدلېدو او د افغانستان په بيارغونه کې د ګډون لپاره خپلو وګړو ته د اړتیا له مخې، نه يوازې ګاونډي هېوادونه، بلکې نړيواله ټولنه هم خپل هېواد ته د هغوى پر بېرته ستنېدو ټينګار کوي. ځکه افغان کډوال په ایران کې په حضور سره، له بېلابېلو دندو او مسلکونو سره آشنا شوي او کولای شي د افغانستان په بیارغونه اغېزمن تمام شي.

په همدې حال کې، طالبان د افغانستان د واکمن په توګه، د ګاونډیو هېوادونو  پر وړانډې د کډوالو د منلو له دروند مسئولیت سره مخ دي او دا د دې ډلې د حکومتولۍ د مسئولیتونو یوه برخه ده چې طالبان یې منلو ته زړه نه ښه کوي.

له همدې امله، د ایران اسلامي جمهوریت په دې باور دی، چې نه یوازې طالبان باید د افغان کډوالو د راستنېدو مسئولیت ومني، بلکې نړیواله ټولنه هم باید د ایران او پاکستان په څېر هېوادونو ته  کافي او دوامداره ملاتړ وکړي چې د افغانستان له لورې له پرله پسې ننګونو سره مخامخ دي.

ټیګونه