پر ضاحیه برید جنګي جنایت دی / د لبنان د خلکو او مقاومت په غم کې شریک یم
د ایران ولسمشر د لبنان پر ضاحیه باندې د اسرائیلو د برید په غبرګون کې ویلي: د بیروت پر ضاحیه سیمې باندې د صهیونیسټي رژیم د پرون ورځې حملې، یو ښکاره او نه پټېدونکی جنګي جنایت دی، چې د دغه رژیم د دولتي ترهګرۍ بڼه یې یو ځل بیا څرګنده کړه.
د فلسطین او لبنان د خلکو پرضد د صهیونیسټي رژیم جنایتونه، ددولتي ترهګرۍ د ماشین په درولو کې د نړیوالې ټولنې د پاتې راتلو نښه ده او ثابته کړه چې دغه رژیم د سیمې او نړیوالې سولې او امنیت لپاره ترټولو ستر ګواښ دی. تمه ده چې د نړۍ ټول هېوادونه په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونه دغه جنایت په کلکه وغندي.
زه د لبنان له ملت او حکومت سره خپله خواخوږي څرګندوم او د دغې پېښې د قدرمنو شهیدانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم. زه ستاسو د لبنان د مقاومت ګرانو او قدرمنو خلکو په غم کې ځان شریک ګڼم. د ایران حکومت د صهیونیسټانو دغه جنایت تعقیبوي او د لبنان له ملت او د مقاومت له محور سره به ولاړ وي.