د قدس د ازادۍ ایډیل د تحقق په درشل کښې دی
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي په یوه پیغام کښې د لبنان د حزب الله د مشر سید حسن نصر الله د شهادت په مناسبت د مبارکۍ او د تسلیت د ویلو په ترڅ کښې ټینګار وکړ:
د قدس د ازادۍ ایډیل د خپل تاریخ جوړونکي او د پرتمینه تحقق په درشل کښې ورغلی دی.
هغه د سید حسن نصر الله د شهادت په مناسبت د مبارکۍ او د تسلیت د ویلو په ترڅ کښې وویل: د لبنان په ضاحیه سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم وحشیانه جنایت د امریکا د جنګ غواړي او د ټروریسټ رژیم او په اروپا او لویدیځ کښې د بشري حقوقو د نورو دروغجنو سرغنو تر ښکاره او ناوړه ملاتړ لاندی شوی.
حسین سلامي وویل بې شکه د لبنان د حزب الله ، د فلسطین د حماس او د مقاومت د جبهې اقتدار او استحکام به د دغه شهید د لارې په دوام سره د صهیونیسټ رژیم مخ په زوال پیکر باندې له درانه ګوزارونه وکړي.