د وعده صادق ۲ عملیات؛ د ځان له مشروع دفاع سره سم د ایران اقدام
(last modified Wed, 02 Oct 2024 13:03:46 GMT )
Oct 02, 2024 17:33 Asia/Kabul
  • د وعده صادق ۲ عملیات؛ د ځان له مشروع دفاع سره سم د ایران اقدام

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پر صهیونیسټي رژیم د ایران توغندوي برید، د مشروع دفاع حق ( د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې ) له مخې وباله.

د ایران د بهرنیو چارو چارو وزیر سید عباس عراقچي د برطانیې، جرمني او فرانسې له بهرنیو چارو وزیرانو سره په ټلفوني تماس کې، په غزې تړانګه او لبنان او په تهران کې د صهیونیسټي رژیم د پرله پسې جنایتونو په تړاو د ایران له لورې له دوو میاشتو زغم وروسته وويل: ايران د صهيونیسټي رژيم پوځي او امنيتي ځایونه په نښه کړي دي. عراقچي د دې په بیان سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د جنګ او جګړې د زیاتولو په لټه کې نه دی، که څه هم له جګړې څخه وېره نه لري، زیاته کړه: که صهیونیسټي رژیم د غچ اخیستنې هڅه وکړي، د ایران غبرګون به ډېر سخت وي.

عراقچي یو ځل بیا د اوربند د ټینګښت او د صهیونیسټي رژیم د حملو او په سیمه په تېره بیا په لبنان او غزې تړانګه کې د کړکېچ د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره، د ټولو هېوادونو د هڅو غوښتنه وکړه. د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه په ایکس ټولنیزه شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي: د دې هېواد دا اقدام له نږدې دوه میاشتو صبر وروسته او په غزه کې د اوربند د امکان د برابرولو په موخه ترسره شو.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي«امیر سعید ایرواني» هم د ملګرو ملتونو سرمنشي«آنتونیو ګوترش » او د امنیت شورا مشر« پاسکال کریسین بریسویل » ته په یو لیک کی لیکلي، د صهیونیسټي رژیم د ترهګرو جنایتونو ته د ایران مشروع او قانونی ځواب، د ذاتي حق په چوکاټ کې او د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې له مخې ترسره شوی دی.

ایرواني د خپل لیک په دوام کې لیکلي چې د صهیونیسټي رژیم په خلاف چې په پرله پسې توګه بې ګناه ملکي وګړي او ملکي زیربناوې د تیري او قتل عام د مشروع هدفونو په توګه ګڼي، د ایران اسلامي جمهوریت د اسلام د اخلاقي اصولو او سپېڅلو لارښوونو له مخې او په بشپړه توګه د نړیوال بشردوستانه قانون له اصولو سره سم، یوازې د دې رژیم پوځي او امنیتي تاسیسات، په خپلو دفاعي توغندیزو بریدونو سره په نښه کړي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو، د خپل حاکمیت د نقض کېدو پر وړاندې له یوې مودې زغم وروسته او د شهیدانو اسماعیل هنیه، سید حسن نصرالله، تورن جنرال سید عباس نیلفروشان په ترور کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتکارو اقداماتو او په فلسطین او لبنان کې د بې ګناه ښځو او ماشومانو د وژلو پر وړاندې، د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د خپل ځان د مشروع دفاع له حق سره سم، د اکتوبر په لومړۍ نېټه د " وعده صادق 2" عملیاتو په لړ کې، په سلګونه بالسټیک توغندیو سره،  د صهیونیسټي رژیم پوځي، امنیتي او د جاسوسۍ مرکزونه په نښه کړل.

د ایران د استدلال اصلي موضوع، د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱ مادې ته اشاره ده، چې ټولو هېوادونو ته اجازه ورکوي، چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د مشروع دفاع د داتي حق په چوکاټ کې، له تیریګر سره د مقابلې او سزا ورکولو لپاره، د بهرنیو ګواښونو او بریدونو پر وړاندې دفاع وکړي.

د ایران اسلامي جمهوریت، په غزه کې د اوربند د رامنځته کولو لپاره له زغم څخه کار واخیست او نړیوالو هڅو ته یې هم غاړه کېښوده. خو بل لور ته صهیونیسټي رژیم د امریکا او لوېدیځ په ملاتړ سره په سیمه کې د کړکېچ او شخړو رامنځته کولو ته دوام ورکړ او ایران هم په مقابل کې د خپل ستر ستراتیژیک قدرت د ښودلو او په سیمه کې د شرارت د اصلي عامل د سزا ورکولو لپاره، د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو پر بنسټ اقدام وکړ.

د " وعده صادق 2" عملیاتو بریالي پلي کول، په بشپړ ډول د ملګرو ملتونو د منشور پراساس ترسره شوي دي او ایران هم وښوده چې تل یې د خپل امنیت د تامین لپاره، نړیوال اصول او قوانین مراعات کړي دي.

ټیګونه