د ایران توغندیز عملیات د اسرائیلي رژیم د ترهګرو اقداماتو پر وړاندې یو مناسب ځواب دی
(last modified Thu, 03 Oct 2024 10:59:12 GMT )
Oct 03, 2024 15:29 Asia/Kabul
  • د ایران توغندیز عملیات د اسرائیلي رژیم د ترهګرو اقداماتو پر وړاندې یو مناسب ځواب دی

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني، د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې ویلي چې د ایران توغندیز عملیات په تېرو دوو میاشتو کې د اسرائیلي رژیم د تیریو او ترهګرو اقداماتو پر وړاندې یو ضروري او مناسب ځواب دی.

ایرواني زیاته کړې چې، صهیونیسټي رژیم، سیمه د یوې بشپړې او بې سارې ناورین په لور وړي، او دغه رژیم د سولې او اوربند د ټینګښت لپاره، هېڅ هوډ او اراده نه لري.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي ویلي چې، له اسرائیلي رژیم څخه د امریکا، انګلستان او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو ملاتړونو، دغه ترهګر رژیم ته د هر ډول جنایتکارانه چلند ترسره کولو لپاره، اجازه ورکړې ده.

هغه ټینګار کړی چې اوس له بل هر وخت څخه زیات، صهیونیسټي رژیم د نړیوالې سولې او امنیت لپاره په جدي ګواښ بدل شوی دی، او د کړکېچ د لا زیاتېدا د مخنیوي یواځینۍ لاره، پر غزې او لبنان د صهیونیسټي رژیم د حملو، بندول دي .

ټیګونه