طوفان الاقصی عملیات د فلسطین د ایډیل د احیا لپاره ستر اقدام و
(last modified Mon, 07 Oct 2024 23:09:56 GMT )
Oct 08, 2024 03:39 Asia/Kabul
  • طوفان الاقصی عملیات د فلسطین د ایډیل د احیا لپاره ستر اقدام و

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ایران کښې د یمن سفیر په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د فلسطین د خلکو په څنګ کښې به پاتې شو وویل: د صهیونیسټ رژيم پرضد د طوفان الاقصی عملیات د فلسطین د ایډیل د ژوندي ساتلو او احیا لپاره ستره هڅه ده.

په ایران کښې د یمن سفیر« ابراهیم محمد الدیلمي» له فلسطیني ماشومانو او زلمیو سره د پیوستون او د لبنان د حزب الله د مشر شهید سید حسن نصر الله او د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د درنښت په اومې نړیوالې غونډې کښې وویل د لبنان او د فلسطین په لسګونو زره ځوانان د صهیونیسټ رژیم او د امریکا په شمول د هغه د ملاتړو لخوا شهیدان کیږي او دا د مستکبرانو او د کافرانو لپاره ستر شرم ګڼل کیږي.

الدیلمي د طوفان الاقصی د عملیاتو د لومړۍ کلیزې په هکله وویل: په سیمه کښې د مقاومت ټولې  جبهې د طوفان الاقصی د عملیاتو ملاتړ کوي او په سیمه کښې د مقاومت ټولې ډلې به د فلسطین ملاتړي وي او زمونږ نهايي هدف د صهیونیسټ جنایتکار رژیم د جرړې ایستل دي.

په ایران کښې د یمن سفیر ابراهیم محمد الدیلمي ډاګینه کړه: صهیونیسټ رژیم په ټولو ډګرونو کښې که هغه لبنان دی او که غزه دی هماغه راز د خلکو پرضد جنایتونو ته دوام ورکوي.

 

ټیګونه