اسلامي ایران به د اسرائیلو رژیم هر ډول نوي بلا غوښتنې ته محکم ځواب ورکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په دې خبرې باندې د ټینګار په ترڅ کښې چې تهران په سیمه کښې د تاوتریخوالي او د جنګ د زیاتولو هڅه نه کوي خو د صهیونیسټ رژيم نوي ماجرا غوښتنې او هر ډول اقدام ته د پیاوړي او د متناسب ځواب ورکولو ته چمتو والی لري.
د ایران د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د مصر خارجه وزیر بدر عبدالغاطي پرون په یوه ټیلي فوني تماس کښې د سیمې د وروستیو بدلونونو په هکله سلامشوره وکړه.
دواړو خارجه وزیرانو په دغو خبرو کښې په لبنان او غزې باندې د صهیونیسټ رژيم د تیریو د بندولو او کډوالو ته د بشر دوستانه مرستو د استولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو د زیاتولو پرضرورت ټینګار وکړ.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي بیروت ته خپل وروستي سفر ته په اشارې سره په لبنان کښې د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله حالت ښه وباله او د صهیونیسټ رژیم د پوځ له احتمالي ځمکنۍ حملې سره د مقابلې لپاره د مقاومت د ځواکونو په کامل چمتووالي ټینګار وکړ.
هغه دغه راز وویل د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د تاوتریخوالي او د جنګ د زیاتیدا کوشش نه کوي خو له جنګ څخه هیڅ ویره نلري او د صهیونیسټ رژیم هر ډول اقدام او ماجرا غوښتنې به محکم او متناسب ځواب ورکړي.