په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي د صهیونیسټي رژیم پر بندیز ټینګار وکړ
(last modified Fri, 11 Oct 2024 00:48:51 GMT )
Oct 11, 2024 05:18 Asia/Kabul
  • په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي د صهیونیسټي رژیم پر بندیز ټینګار وکړ

د پنجشنبې په سهار، د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا د غزې او لبنان د وضعیت د بیاکتنې لپاره غونډه وکړه.

په دغه ناسته کې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو استازي ریاض منصور د اوربند له ټولو ملاتړو هېوادونو څخه وغوښتل چې پر صهیونیسټي رژیم بندیزونو ولګوي او دغه رژیم ته د وسلو صادرات بند کړي.

هغه ویلي چې د نړیوالو مجازاتو نشتوالی د دې لامل شوی چې اسراییل د جګړې دایره پراخه کړي. منصور زیاته کړې چې د صهیونیسټي رژیم تیری د روغتیا پرسونل په نښه کوي، چې له امله یې فلسطینیان له هرډول ملاتړ او پالنې څخه محرومېږي.

په ملګرو ملتونو کې د الجزایر دایمي استازي هم په منځني ختیځ کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په اړه په اندېښنې سره ویلي چې که چېرې اوس عمل ونکړو، نو منځني ختیځ به یوې بې سابقې جګړې ته داخل شي. عمار بن جامع همدارنګه په غزې تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو وروسته، په لبنان کې د دغه رژیم د بې رحمانه وحشتونو په اړه خبرداری ورکړ. 

ټیګونه