په لویدیځي آسیا کې د تاؤتریخوالو د دریدا لپاره  دې اروپا رول ولوبوي
(last modified Fri, 11 Oct 2024 08:44:00 GMT )
Oct 11, 2024 13:14 Asia/Kabul
  •  په لویدیځي آسیا کې د تاؤتریخوالو د دریدا لپاره  دې اروپا رول ولوبوي

سحاب – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر هیله ښودلې اروپا  په لویدیځي آسیا سیمې کې د تاؤتریخوالو ددریدا لپاره  لافعال رول ولوبوي.

ایرنا خبری آژانس راپور راکړ، د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي د ایټالیا  له  Tg3    چینل سره په خبرو کې  په لویدیځي آسیا سیمې کې  د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په وړاندې د اروپائي هیوادونو په انفعال باندې په سختو نیوکو سره  ووئيل، هیله من یم چې اروپا د تاؤتریخوالو د دریدا لپاره لا فعال رول ولوبوي، دوي. دوي وائي مونږ کافی آوزار نه لرو،خو  زه داسې فکر نه کوم:

د ایران خارجه وزیر  زیاته کړې ده ،صهیونیسټي رژیم څه دپاسه دوه څلویښت زره فلسطینیان  شهیدان کړي د او اوس نړیواله ټولنه باید ددغو غمیزو د مخنیوي  لپاره  هڅه وکړي.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  همداراز ددې پوښتنې په ځواب کې چې آيا امریکا اسرائيلو ته د ایران توغندوي حملې ته دځواب لپاره  شنه اشاره ښودلې او آیا د ایران له  خوا به احتمالي حملې ته ځواب ورکړل شي.؟ ووئيل، دا کومه نوې خبره نه ده،اسرائيلیانو له دوي تل شنه اشاره درلودلې ده.

عراقچي ټينګار وکړ،هر عمل به عکس العمل ولري،دا د فیزیکس یو قانون دی،پر دې ا ساس مونږ به اسرائیلو هر اقدام ته په قدرت او لازیات قوت سره ځواب ورکړو.

د ایران خارجه وزیر روښانه کړه دا ایران  نه دی چې د تاؤتریخوالو د زیاتیدا لامل شوی دی،مونږ له جنګه نه ویریږو  او البته  جنګ هم نه غواړو.

 

ټیګونه