ایران په پاکستان کې ترهګریز برید وغانده
(last modified Sat, 12 Oct 2024 01:03:46 GMT )
Oct 12, 2024 05:33 Asia/Kabul
  • ایران په پاکستان کې ترهګریز برید وغانده

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د ډبرو سکرو په کان کې ترهګریز حمله وغندله.

د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د نامعلومو وسله والو له خوا د راکټونو په ډزو کې لږ تر لږه ۲۰ کان کیندونکي وژل شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اسماعیل بقايي د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د هر ډول بڼې په غندلو کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر اصولي دریځ د ټینګار ترڅنګ وویل چې، له دې ناوړه پدیدې سره ګټوره مقابله، په سیمه ایزه او نړیواله کچه د ټولو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د دغه جنايت له قربانيانو او ژوندي پاتې شويو کسانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، د پاکستان له حکومت او خلکو سره د ايران د حکومت او خلکو خواخوږي څرګنده کړه.

ټیګونه