نړيواله ټولنه بايد د صهيونيسټي رژيم د ظلمونو پر وړاندې اقدام وکړي
(last modified Sat, 12 Oct 2024 01:21:37 GMT )
Oct 12, 2024 05:51 Asia/Kabul
  • نړيواله ټولنه بايد د صهيونيسټي رژيم د ظلمونو پر وړاندې اقدام وکړي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د ظالم صهیونیسټي رژیم د جنایتونو پرضد د ټولیز اقدام لپاره ودرېږي.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی اسماعیل بقایي، په لبنان کې د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو (UNIFIL) باندې د نیواکګر رژیم د پوځیانو د برید د غندلو ترڅنګ وویل: د ملګرو ملتونو پر سوله ساتونکو برید د یوې ادارې د بې قانونۍ او بې رحمۍ یوه بله بېلګه ده، چې په تېر یوه کال کې په غزه کې د ملګرو ملتونو تر ۲۲۰ ډېر کارکوونکي وژلي دي، سفیر یې د ملګرو ملتونو منشور څېري کړی؛ د هغه د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو سرمنشي د یو نا مطلوب عنصر په توګه معرفي کړی او د هغه جنګ پاله لومړي وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له ځایه د نورو هېوادونو د ګواښلو او ویرولو لپاره کار اخیستی دی.

بقایي زياته کړه: نړيواله ټولنه بايد د دغه شر پر وړاندې په ګډه اقدام وکړي.

په همدې حال کې، د اروپا د شورا مشر« شارل میشل» د لبنان په سویل کې د سوله غوښتونکي عملیاتو پر مهال د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو (UNIFIL) باندې د صهیونیسټي رژیم وروستۍ حمله وغندله.

 د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت پرون (جمعه) اعلان وکړ چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو(UNIFIL)  باندې د صهیونیسټي پوځیانو د حملې له امله یې د دغه رژیم سفیر احضار کړی دی.

ټیګونه