اردن ته د عراقچي سفر،په سیمې کې د ثبات لپاره د ایران فعاله ډيپلوماسي
(last modified Wed, 16 Oct 2024 10:48:11 GMT )
Oct 16, 2024 15:18 Asia/Kabul
  • اردن ته د عراقچي سفر،په سیمې کې د ثبات لپاره د ایران فعاله ډيپلوماسي

د  ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  چې  د سیمې د هیوادونو  پر واکمنې انفعالې فضا کې،ئې له وحشي صهیونسټي رژيم تیریو او جنایتونو سره  د مقابلې مسئولیّت  په اوږو اخستی دی،دخپلو سلامشورو  په اوم سفر کې د اسرائیلوپه  ګاونډ کې  اردن ته تللی دی.

 عباس عراقچي  د خپل سیمه ایزو سفرونو په دوام کې  او د اردن له لوړپوړو چارواکو سره د خبرو اترو په خاطر په دغه سفر کې ددغه هیواد د چارواکو په رسمي هرکلي سره امان ته وارد شوی د ی. دا   په غزې تړانګې او لبنان کې د جنګ ددریدا په خاطر  د ایران د ډيپلوماټيکو هلوځلو د دوام په لړ کې  د ایران د  اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر  اوم سیمه ایز سفر دی.

له دې مخکې ،د ایران خارجه وزیر په همدې خاطر لبنان،سورئې،عربستان، قطر، عراق او عمان ته په ځانګړو سفرونو سره ددغو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره بحث او  سلامشورې وکړې  او ټاکل شوې ده له اردنه وروسته  مصر او ترکیې ته به هم په سفر لاړشي.

د سیمې اسلامی او عربو هیوادونو پلازمینو ته د ایران د خارجه وزیر د سیمه ایزو سفرونو نوی پړاؤ ، د سیمې په ترینګلو حالاتو کې،د تهران د هغې نه ستړیکیدونکي ډيپلوماسۍ  نښه ده چې  د وعده صادق -۲  نومې عملیاتو څخه وروسته  د  تل ابیب  هرډول احتمالي حملې  ته د ایران لا سخت او غاښ ماتونکي ځواب لپاره له مخنه نیونکي پوځي پشتوانې سره سره پیل شوی دی.

عباس عراقچي  له روان سفره مخکې  د ملګروملتو له سرمنشي  آنتونیو ګوتریش سره په ټيلیفوني  خبرو کې  په غزې کې د نسل وژنې ددوام له امله  او په لبنان باندې د جنایتکار وحشي صهیونیسټي رژيم په تیریو پسې  د د انساني بوږنونکي  وضعیّت ته په اشارې سره،د ملګروملتو له سرمنشي وغوښتل لبنان او غزې ته د انسان دوستۍ د مرستو د لیږد او د د اسرائیلي رژيم دتیریو او جنایتونو ددریدا به خاطر دې ددغه نړیوال اورګان  درست  ظرفیّتونه وکاروي.

د ایران داسلامی جمهوریت  خارجه وزیر  په سیمې کې د سول او ثبات  د  ساتنې په ضرورت  مشتمل  د  ایران د  اصولي ریځ په تکرارولو سره  روښانه کړې ده ،  د ا یران اسلامی جمهوریت ، د سیمې د سولې اوامنیت د ساتنې لپاره په عین  هراړخیزې هڅې کې ،د صهیونیسټي رژيم له خوا هر ډول بلاغواړي او  جنګ غواړي  اقدام ته د پښمانه کونکي او کوټلي ځواب لپاره بشپړ تیار دی.

هغه ټینګار وکړ ،چې  په سیمې کې د ناکراریو دپراختیا د نتیجو مسئولیّت به  ددغه وحشي رژيم او د هغو د اصلي ملاتړي دامریکا  متحده ایالاتو پر غاړه  وی. دغه سفرونه او  سلامشورې  د سیمې  په حساسې او ترینګلي  فضا  کې ترسره شوی چې  د ډيپلوماسۍ او د میدان د ژور پیوند او د بهرني سیاست د خوځندوالي ښودنه کوي.

په دې مینځومیان کې دایران  ګاونډیانو  پر صهونیسټانو په دباؤ کې د امریکا د هڅونې لپاره خپلې  هڅې زیاتې کړي دي.د سیمې شرائط داسې دي چې ممکنه ده نور د سیمې د هیوادونو لپاره،په دغې معرکې او بوږنونکي پيښې کې د بې پلویتوب سیاست ، کوم معتبر  سیاست نه دی.

د سیمې ټول هیوادونه مسئولیّت لري چې په غزې کې د نسل  وژنې د دریدا او د لبنا نپه ضد د تیریګر وحشي صهیونیسټي رژيم  د تیریو  د ختمولو لپاره  د هڅې له لارې  او دغه راز   په سیمې کې د دوي د جنګ غواړي ډنډورو  د  مخنیوي لپاره  د هڅې له لارې، خپلې  زیاتره هڅې وکاروي.

د ځينو څارونکوپه وینا، دعباس عراقچي د نن سبا  سیمه ایز سفرونه، ښائي،  په ۱۹۷۰  لسیزې کې د یوم کیپور  جنګ  پر مهال لویدیځې آسیا ته د امریکا د وخت  بهرنیو چارو وزیر هنري کیسنجر د سفرونو یادونه وي، چې د "شټل ډیپلوماسۍ" یا  د تلو راتلو؛  په ډیپلوماسۍ یادېږي.

لویدیځي آسیا په دودیزډول  د سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا سیالانو  د سیالۍ  لپاره  یو   ډګر دی ؛  په سیمې کې اوسنۍ اصلي شخړه  هم د ایجنډاؤ او د نظمونو او اصولو  جنګ دی .د میدان  یوه پلوه،له سړې جګړې وروسته د امریکا کمزوری نظم دی او له بلې خوا  د ایران په چورلیزتوب سره  د مقاومتي چورلیز نظم  دی. ایران په دغه جنګ او  د خپل  بهرنی سیاست  په لورنیونې کې  له دې سټراټژۍ  استفاده کړې ده، د ایران د څوارلسم حکومت سیمه ایز سیاست (چې  د دیارلسم حکومت د سیمه ایزې ډيپلوماسۍ دوام دی)، له شخړو،بحرانونون او په نهایت کې  له نورو سیمه ایزو لوبغاړو سره  له شخړې پرته  په سیمه ایزو او نړیوالو مناسباتو کې  د ملی امنیت،ګټو  او قدرت  پرتامینیدا مشتمل دی.

 

ټیګونه