د ایران تاریخي آثارو ته یوه  ځغلنده کتنه
(last modified Thu, 17 Oct 2024 06:26:03 GMT )
Oct 17, 2024 10:56 Asia/Kabul
  • د ایران تاریخي آثارو ته یوه  ځغلنده کتنه

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران د تاریخي نقاشۍ د آثاروپه باب له یوه ځانګړي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو.هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

  دوستانو څه موده مخکې د تهران د نګارستان د موزیم په باغ کښې د ایران د تاریخي خوبونو انځورګرۍ په عنوان سره د حجت شکیبا د اثارو کرکتنې او ارزونې غونډه وشوه.په دغې غونډې کې ددغه هنرمند  د نقاشیو ځانګړنې  وارزول شوې او د هغه د ځلاند او ښایست د بیا ځلولو لپاره یې قدرداني وکړه.

حجت ا... شکیباد ایران نقاش او کیمره مین په ۱۳۲۸لمریز کال کې  د ایران په ګرګان ښار کې زیږیدلی دی.د هغه پلار یو نقاش او انځور ګر ؤ او په ګرګان ښار کې ئې  لومړنی الیکټریکي انځورګري تاسیس کړه. په دې توګه، حجة ا...هم له ماشوموالي څخه  له نقاشۍ او انځورګرۍ سره آشناشو.شکیبا د ښونځي پړاؤ په ګرګان کې تیر کړ،بیا په تهران کې هنرستان ته لاړ او د مقیمي تبریزي او غلام حسین نامي په څير د استاذانو ترنظر لاندې  ئې زده کړې وکړې . له دې وروسته هغه د تهران پوهنتون  د ښکلي هنرونو په پوهنځي (Faculty of Fine Arts. ) کې خپلو زده کړو  ته دوام  ورکړ.

=      د  یو  توماني نوټ یا کرنسۍ په اړه  د هغه په یوې نقاشۍ او انځورونې کې، د اجرا کولو طریقه، د پخو رنګونو او روښانه سیوري کارول دومره دقیق او انځور ته نږدې وو چې هغه ئې د هایپریالیسټ انځورګرانو په  لیکه کې راوست. د "شکيبا نوټونو" په عنوان سره  هغه لومړنی نندارتون چې په ۱۳۵۵ لمریز (۱۹۷۶) کال کې ترسره شو،هغه ئې د ایران هنري ټولنې ته ور وپېژند.

له علي حاتمي سره د شکيبا پيژندګلوي اوملګرتیا له اسلامی انقلابه مخکي ته ورګرځي فلم جوړونه چې په خپلو ښو او ځلانده انځورونو سره ئې ایرانی روح او د ایران تاریخ په خپلو اثارو کې راښکاره کړ او دغه پېژندنه ئې په راتلونکو کلونو کې د فلم جوړونکي او انځورګر تر مینځ د ملګرتیا لامل شوه. د شکېبا  دیری تابلوګانې، د علي حاتمي په سریالونو او فلمونو کې ښودل شوي دي .

تر اوسه پورې په ایران او سویس، انګلستان،ایټالیا،بنګله دیش، کینیډا، امریکا او دوبئ کې د شکیبا د آثارو ډيری نندارتونونه ترسره شوي دي. ددغه هنرمند خپرۀ شوي آثارو هم ډير زیات دی چې سه رنګ،مجموعه نرګس خاتون، مجموعه ایرانشهر او دغه راز د خیام کتابونه ،شاهنامه فرودسي  ،مثنوي، حافظ ،ایراندوخت او د  ایران په هنر کې انځورګري  په نامو سره  ټولګې  پکې شاملې دي.

         د فتح علي شاه قاجار په پړاؤ کې د ایرانئ نقاشۍ نوي آثار وپنځول شول او د ایرانئ نقاشۍ د هنر بنسټ ځلانده پړاؤ ئې رامینځة کړ.. دا سټایل  د شکېبا د اثارو  په زړه پورې هنر دی او د شکیبا د فکر نښې د هغه د قاجاري نقاشیو په ټولګې کې لیدلی شي، البته، د اوسمهاله هنرمند په توګه، ددې لپاره چې د خپل وخت بچی ووسي،هغه د پخوانیو آثارو کې لاسوهنه کوي.او لیدونکي ګوري چې د مخ په څرګندونو یا سینګارَونو کې د کاپي کولو کومه هڅه نه ده شوې.

د شکیبا د  آثارو ارزونه مونږ ته دا فرصت راکوي  چې په تېره نیمه پېړۍ کې د ایراني نقاشۍ یو بل ژان او صنف  وګورو. شکیبا   لرغونی ایران احساس او درک کړی او په خپلو نقاشیو، ودانیو او معمارۍ سره یې خپل اثار د تېر وخت په څیر  په  یوه تابلو بدل کړی دی. داسې ښکاري چې هغه د وخت په  سُرنګ کې پخوا وخت ته  بیرته تللی وي او هخامنشي په پړاؤ کې  ولاړ وي او په ورته وخت کې تیر او اوسنی  وخت ويني او انځوروي ئې. هغه څلور عناصر اوبه، باد، ځمکه او اور چې د ژوند سمبولونه دي، د ښځو په ډلې او هیّئت کې ښودلي او د مینې، زرغونتیا، زیږون، ښکلا او عهد او تړون په توګه یې انځور کړی دی.

 د شکیبا د آثارو د توجه جلبونکی یو ټکی دا دی چې په صلابت سره د میرمنو پر خلق سربیره، د لباس د پلاونونکي په ځائيګي کې ولاړ او د ایرانیو میرمنو ویاړمن او مناسب لباس ئې پلان کړی چې په اوسني وخت کې ئې هم ورڅخه استفاده کیدلی شي.

           البته په نقاشۍ کې د تاریخ  په انځورولو او لرغون پالنې سره ،له کومه ځایه د حجت شکیبا آثارو ته لاره وموندله؟،هغه  د ایران  پخواني تاریخي وختونو ته ګرځي یا دا چې یوازې ښکلي  انځورونه پنځوي.؟ 

په پیل کې د ایران  تاریخ ته یوه کتنه کوو.

د لرغون پېژندنې موندنې د ایران په اوسنۍ جغرافیه کې د پیلویتیک دورې پورې د   ډول ډول انسانانو شتون پړاؤ ته رسیږي. په Mesolithic پړاؤ (دوران دیرینه سنگی) کې، د  Neanderthals انسانانو په زاګرس( Zagros )سیمې کې ژوند کاوه. څلویښت زره کاله پخوا هوښیار خلک ایران ته داخل شول، هغه خلک چې په نولس کلنه دوره کې یې د سترو تیغونو او کوچنیو تیغونو په بڼه آوزار جوړول او د هغوی آثار په مرودشت،کرمانشاه،خرم اباد، ګلپایګان، حفیظجان او  کاشان کې موندل شوي دي.

  د مادیانو له  پړاوه مخکې  په ایران کې ډېر ځلانده او ستر تمدنونه موجود وو چې اکثره یې له پامه غورځول شوي دي. د نړۍ تر ټولو زوړ انیمیشن سره سوځول شوی ښار، 4800 کاله وړاندې د نړۍ لومړی دماغي  اپریشن، د نړۍ لومړنۍ مصنوعي سترګې،12 ډوله اوبتل شوي ټوکر، په نړۍ کې د مشهور ایراني تمدن  برخې دي .د ټیپ سیالک  لوړه څوکه، تمدن له تاریخ څخه  کابو پنځه زره پنځه سوه کاله  وړاندې د ایران د تاریخ یو بل روښانه ځای دی  چې په لومړیو پوړونو کې ئې د فلزي یا وسپنې ویلي کولو بټئ، د کورنیو حیواناتو د لوړولو نښې نښانې موندلي دي.

          حجت ا....شکیبا د ا یران د  تاریخ  او د هغه دخوبونو راوي ګنل کیږي. البته  هغه د هائير ریالیسټ هنرمندانو په توګه هم یادیږي. 

 Hyperrealism، Extreme Realism یا   (Hyperrealism) د انځورګرۍ له هنره الهام اخیستي ریالیزم ته یوه تګلاره ده، چې په هغه کې د انسان مخ، بدن او صنعتي توکي په خورا تفصیلي او انځوریز ډول په لویو  اړخونو کې کې انځور شوي دي. په نقاشۍ او مجسمه کې یو سټایل چې ریښتیني عکس یا مثال  په ښه توضیحاتو سره رابرسیره کوي. 

ددغه سټایل ترټولو ښې نقاشۍ  زیاتره  له انځور یا عکس سره تیروځي او د یوه هنرمند همدغه توانمني  دغه سټایل نندارې ته وړاندې کوي. نقاش په دغه بهیر کې دغه سټایل په حقیقت کې په نه لاسوهنې باندې دومره ټینګار کوي چې  کار ئې یو ډول ماشیني بریښي،البته  یو بریالی هنرمند داسې کار کوي،چې  له کار وروسته توانمني  ظاهرا  ماشیني  کار وبریښیږي.

هایپرریالیزم هڅه ک،ي،حقیقت  ترهغه مهال چې تحریف نشي منتقلولی شي. په همدې دلیل له عکسه استفاده  کیږي. په دې توګه چې د یوې صحنې له یوې زاوې څو انځورونه اخستل کیږي،نو بیا د هغې صحنې نقاشي کوي.د تصویرونو له چاپيدا وروسته ،له دې د نقاشۍ د  خطونو دسمولو او کله هم  د رنګونو د سمولو لپاره  ورڅخه استفاده کیږي. البته  د لازیات دقت لپاره  د عکس شطرنجي کولو سره،کار پر مخ بوځي.

      د هایپررئال سټایلونه پر جزئیاتو او موضوعګانو باندې ترټولو زیات ټینګار کوي. د هائيپریال  نقاشۍ او مجسمې،د عکسنو دقیق تفسیر نه دی او د یوې صحنې یا یوې خاصې موضوع  حقیقي انځورونه هم نه شمیرل کیږي. ددې په بدل کې دوي له اضافی تصویري عنصرونو  او د یوه واقعیّتي توَهم  درامینځةکولو لپاره  زیاتره ظرافت څخه استفاده کوي چې په حقیقت کې یا وجود نه لري یا هم د انسان په سترګه د مشاهدې وړ  نه دی. پر دې سربیره، دوي ممکنه ده، سیاسی،کلتوري، اجتماعي او احساسي  موضوعي عناصرد نقاشي شوي بصري توّهم د پراختیا په توګه پکې راځي.

هائپرریالیزم  د کاذب واقعیّت د شبیه سازئ لپاره په لوړه سویه  تخنیکي فضیلت او مهارت ته اړتیا لري.په دې توګه،هائيپرریالیزم د میدان د ژورتیا،لرلید او یمن په څير د عکاسۍ محدودیّتونو باندې تمرکز رابرسیره کوي او ورڅخه استفاده کويږ په هائيپر ریال کې د استفادې وړ مختلفې موضوعګانو کې انځورونه، مجازی هنرونه، لاهم ژوند،طبیعي منظرې،د ښار منظرې او داستاني صحنې پکې شاملیږي.

د ایراني نقاشۍ په ډګر کې حجت ا... شکیبا د هایپرریالیزم ډګرونوتر  ټولو لوي  او مشهور هنرمند دی.  

             ګلونو دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو.بریالي او سوکاله ووسئ

   (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه