د ایران وروستیو بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه
(last modified Sat, 19 Oct 2024 09:20:33 GMT )
Oct 19, 2024 13:50 Asia/Kabul
  • د ایران وروستیو بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې...سره د خپل ملګري ...د ایران د تیرې اونۍ  بدلونونو په نامې سره له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو، په دغه ننني مطلب  کې په پيل کې درته د ایران د تیرې اونۍ د ځينو بدلونونو یوه لنډه خلاصه درآوروو، او بیا مو هم رابولوو،د ځینو موردونو په اړه د تحلیلي برخې اوریدو ته،نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ..

 

*/*/*/*/

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر؛شهید یحیی السنوار او نورو مبارزو مشرانو په ترور سره به د تیریګرو او وحشي ډوله جنایتکارو په ضد مبارزه ونه دریږي.

*/*/*//*/

د ایرا د خارجه وزیر د سلامشورو لپاره د سیمه ایز سفر دوام

*/*/*/*/

او په اسلام اباد کې د  شانګهائي ملګرتیا په سرمشریزې کې د ایران  اوڅاره او غوڅ دریز ، په تیرې اونۍ کې د ایران د اسلامی جمهوریت ځیني مهم بدلونونه وو،نو اوس مو هم رابولوو ،د ځينو موردوونو په باب د تحلیلی برخې آوریدو ته

********************

   د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر یحیی السنوار د شهادت په غبرګون کې ووئيل،د تیریګرو په مقابل کې جهاد او نیواکي ټاټوبو حقیقي خاوندانو ته د آ زادۍ ډالۍ کول، یو داسې لوي حرکت او لوړ هدف دی چې  په  د اتلوالانو  په ترور  او حذفولو سره به دغه ډګر  خالی نشي .

ډاکټر مسعود پزشکیان پخپل پیغام کې د جهادي زړور قوماندان شهید یحیی السنوار شهادت په مناسبت د رهبرۍ ستر مقام  او د غزې او فلسطین مقتدر او مظلوم ولس او د نړۍ درستو آزادي غواړو ته تسلیّت او مبارکي ووئيله.

Image Caption

 

د اسلامی ایران ولسمشر په دې مناسبت په خپل پیغام کې ووئيل،د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر،نه ستړکیدونکی مجاهد یحیی السنوار د شهادت  او ترور خبر که څه هم د ټولو آزادي غواړو په تیره بیا د فلسطین قهرمان ولس لپاره ډير دردناک او اغیزشیندونکی خبر ؤخو په عین حال کې د صهیونیسټ ماشوم وژونکي او نیواکګر رژيم د جنایتونو د ختمیدا یوه ښکاره نښه  ده .شهید السنوار پخپل ارزښتمن ژوند کې تر کلونو پورې د صهیونیسټي وحشي رژيم په زندان کې ړ او له دې وروسته ئې هم د خپل عمر تر وروستیو شیبو پورې  په اتلوال ډول  ویاړمن شجاعت سره وجنګید او هیڅکله هم په آرامه  ناست نه ؤ.

هغه پخپل پیغام کې ووئيل، د نیواکي ټاټوبو حقیقي خاوندانو ته د آزادۍ ااو ژغورنې ډالۍ  او له تیریو سره  په ډغرې کې جهاد، یوداسې لوي حرکت او هدف دی چې  ددغه ډګر د هیرو  او اتلوالو  په ترور او حذفیدا سره به ونه دریږي.

د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر  ددغه میړني او شجاع  او ځير قوماندان   د شهادت په مناسبت د رهبرۍ ستر مقام ، د غزې او فلسطین   مظلوم  او مقاومت کونکي ولس او د نړۍ درستو آزادۍ  غواړو ته تسلیّت او مبارکي ووئيله. مسعود پزشکیان د شهید اسماعیل هنیّه له قوله ووئيل؛دښمن دې پوهه شي چې دسردارانو ،اتلانو اوکمانډرانو په شهادت سره  به د نیواک او زور په وړاندې د اسلامی امت په مقاومت کې هیڅ  ډول خنډ او خلل رانشي.

         د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د تیرې چارشنبې په ورځې د عمان له سلطان هیثم بن طارق سره په ټیلیفوني تماس کې په غزې او لبنان کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د عمان د  اصولي دریځونو په قدرونې سره،ددغه نیواکګر رژيم  د جنایتونو او نسل وژنې  ددریدا لپاره  د وحشي صهیونیسټي رژیم پر ملاتړو د لازیات دباؤ پر اعمالیدا ټینګار وکړ.هغه همدناراز له عمان سره د اړیکو لوړتیا او ژورتیا،له ګاونډیانو سره  داړیکو په پراختیا کې د ایران  داسلامی  جمهوریت د اصولي سیاست د لومړیتوب برخه  وبلله او زیاته ئې کړه، د سیمې د هیوادونو ترمینځ د صمیمي او دوستانه اړیکو پیاوړتیا او  هم د  سیمه ایزو ملګرتیاؤپراختیا،د مونږ د ملتونو د آسانتیاؤ، ارامښت او دهوساینې د لوړتیا او د هیوادونو دهر اړخیزې پراخیتا زمینې په توګه  دسیمې د مسئلو  د حل لپاره یوه ګډ نظر او ژبې ته درسیدا ضمانت دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرد سیمې د مسلمانو هیوادونو ترمینځ د ورورولۍ پیاوړتیا د  اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) پر سیرت  پر مشتملو دیني او اعتقادی  سپارښتنو سربیره ، د اوسني مهم وخت یو ضرورت وبالۀ و وې وئيل؛ که اسلامی هیوادونه له یوه بل سره متحد شي، نو صهیونیسټي رژيم  به جرأت ونه کړي دومره په آسانۍ سره جنایتونه وکړي او امریکا او لویدیځي هیوادونه هم  ورڅخه ملاتړ وکړي.

Image Caption

 

هیثم بن طارق هم په دغه ټیلیفوني تماس کې  د غزې او لبنان پشمول د سیمې  د مسئلو په وړاندې د ایران د اسلامی جمهوریت د اصولي دریځونو په قدرونې او ملاتړ سره،د غزې او لبنان  د مظلومو خلکو  د حقوقو ملاتړ ،د خپل هیواد یوه جدي  اندیښنه او لومړیتوب وبالۀ او روښانه ئې کړه؛عمان تل  ټينګار کړی دی چې د اسرائيلو له جنایتونو  څخه  دلویدیځي هیوادونو د ملاتړ دوام  هیڅکله هم د توجیه او منلو وړ نه دی.

              د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي د چارشنبې په ورځې د خپلو سیمه ایزو سفرونو په دوام کې او د مصر له لوړپوړو چارواکو سره دخبرواترو په خاطر قاهرې ته لاړ او ددغه هیواد د ولسمشر بشمول  له لوړپوړو چارواکو سره ئې مشورې  او خبرې اترې وکړې.

دا په غزې او لبنان کې د جنګ ددریدا په خاطر د ایران دډيپيلوماټيکو هڅو د دوام په لړ کې د ایران د خارجه وزیر  اتم سیمه ایز سفر ؤ.

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی اسماعیل بقائی پخپل ایکس ټولنیز چینل کې په قاهرې کې د  مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي  سره د عباس عراقچي  لیدوکتو او مشورو ته په اشارې سره  لیکلي دي، په دغې کتنې کې دواړو لورو په غزې تړانګې او لبنان  کې د  جنایتونو او تیریو  د فوري دریدا باندې ټینګار کړی دی.

له  دې مخکې عباس عراقچي  د چارشنبې په سهار د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍاردن ته هم تللی او د اردن د پاچا او خارجه وزیر پشمول ئې ددغه هیواد لوړپوړو چارواکو سره هم کتنه او خبرې اترې کړي دي.

د ایران خارجه وزیر همداراز د جمعې په ورځ د یوه بل پلاوي په مشرۍ دجنوبی قفقاز د غونډو په دریم پړاؤ کې د ګډون په خاطر د ترکیې استانبول  ته   ددغې ناستې دترسره کیدا ځاي ته ورغی؛ هغه ترکیې ته د رسیدا په وخت خبریالانو ته ووئيل،په سیمې کې  موجوده وضعیّت او په غزې تړانګې د یرغلونو په دوام کې په لبنان د صهیونیسټ رژیمیرغلونو او همداراز هغو خطرناکو شرائطو ته په پام سره چې  په سیمې کې موجود دي، د سیمې له هیوادونو سره سلامشورې شوي دي.

            د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  په ایران هرډول  تیری به دردناک ځواب وویني. سردار حسین سلامی  د پنجشنبې په ورځې  په لبنان کې د ایران د پوځي سلاکار شهید عباس نیلفرو شان  د جنازې په دستورو کې  پخپلې وینا کې  ووئيل، وحشي اسرائيلي رژیم د پخوانیو ترورونو په دوام کې تیروتی تصوّر وکړ چې د شهید اسماعیل هنیّه ، سید حسن نصر الله،عباس نیلفروشان په څير د کمانډرانو په شهادت سره  د مقاومت چورلیز  له مشکل سره مخ کوي، البته  د ؛وعده صادق ۲؛ عملیات  او د جنایتکار صهیونیسټي رژيم له وسپينز ډال څخه  د ایران دتوغندیو په شجاعت او سرلوړئ سره  تیریدا ، معادلات سره ګډ وډ کړل.

سردار سلامي روښانه کړه ،دغه تصوّر  چې  د کمانډرانوا ورهبرانو په شهادت سره، دمقاومت جبهه  دریږي، له خیالي پلاؤه زیات بل څه نه دي، هماغه شان چې د سپاه قدس د وخت د قوماندان سردار قاسم سلیماني له شهادت وروسته  د مقاومت غورځنګ اقتدار  او دوام نوره هم زیات شو.

       د پاکستان په اسلام اباد کې د شانګهائي ملګرتیا موسیسې په سرمشریزې کې د ایران د اسلامی جمهوریت دپلاوي  مشر د سیمه ایزې همپالنې  په تیره بیا د دغې موسیسې له غړو سره د همپالنې او همغږئ  لپاره د ایران  د څوارلسم حکومت په کلک هوډ په ټينګار سره  وئیلي دي، تهران  د صهیونیسټ رژیم  دتیریو، دامریکا د اقتصادي ترهه ګرۍ  په ضد  او دغه راز د څو اړخیز تجارت له محدودونکو اقداماتو سره دمقابلې لپاره عملی ګامونو د پورته کولو غوښتونکی دی.

د ایران دصنعت،معدن او تجارت وزیر او د ایراني پلاوی مشر سید محمد اتابک  په چارشنبې ورځې د شانګهائي ملګرتیا موسیسې  دغړو هیوادونو د مشرانو د درویشتمې غونډې د ترسره کیدا په ځاي،یعني د اسلام اباد ښار   په جناح هال کې پخپلې وینا کې ووئیل؛ په داسې شرائطو کې چې نړیوال نظام، دنړیوال  امنیت، سولې او امنیت د ساتلو او تامینولو لپاره  له ډيرو چیلنجونو سره مخ دی، د شانګهائي ملګرتیا موسیسې په څير سیمه ایزې  ملګرتیاؤ  ته مخه کول ، چې د هیوادونو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې ، د ښه ګاونډیتوب، مځکنۍ بشپړتیا، حاکمیّت او خپلواکۍ ته د احترام په سترګه دکتلو په څير د نړیوالو حقوقو پر پيژندل شوو اصولو مشتمل  دی ، لازیات اهمیّت پیداکوي. اتابک روښانه کړې ده، په غزې او لبنان د وحشي صهیونیسټي رژیم ښکاره تیري او د بې ګناه ښځو اوماشومانو وژله  کاملا د نسل وژنې یو بشپړ مصداق دی  او د نړیوالو حقوقو او د انساني اساسی حقوقو  دټولو مقرراتو اوقواعدو   له خلا ف ورزۍ ورآخوا، دنړیوالې سولې او امنیت او ثبات په ضد یو روښانه ګواښ دی.

هغه د غه راز پخپلې وینا کې ووئيل، د شانګهائي ملګرتیا موسیسې د یو غړي یعني د ایران د اسلامی جمهوریت د ټو په ضد د صهیونیسټي رژيم  تیریګر اقدامات چې په پریکنده ډول ځوا بورکړل شوی دی  د سولې د خلاف ورزۍ او دګواښ یو څرګند مصداق دی او نړیوال امنیت باندې منفي اغیزې شیندي.له دې امله غوره ده چې ددغې موسیسې غړي،د صهیونیسټي وحشي رژیم وحشي ډوله اقداماتو ته په لازیات جدیّت سره توجه و کړي او  ددې په نسبت غبرګون وښئ.

د شانګهائي ملګرتیا موسیسې په اسلام اباد کې د غړو هیوادونو د درویشتمې سرمشریزې  په پایزې اعلامیې کې وئيلي  دي،له هغو یواړخیز پالو اقداماتو سره د مقابلې لپاره چې نړیوال تجارت د ادارې (WTO) له مقرراتو او قوانینو سره په توپیر کې دي، د سیمې د هیوادونو  له ظرفیّتونو  څخه د استفادې لپاره د یوې پراخې، پرانیستې، برابرې او ګټه ورې فضا د رامینځةکولو په لړ کې چې شانګهائي ملګرتیا موسیسې  تر ټولو مهمې موخې شمیرل کیږي،،نړیوال اورګانونه او څو اړخیز ې موسیسې او ټولګې ضروري دي.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************  

 

ټیګونه