د یحیی السنوار د شهادت په اړه د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د پیغام اړخونه:-
(last modified Sat, 19 Oct 2024 10:25:16 GMT )
Oct 19, 2024 14:55 Asia/Kabul
  • د یحیی السنوار د شهادت په اړه د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د پیغام اړخونه:-

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د یحیی السنوار له شهادت وروسته د یوه پیغام په خپرولو سره ټینګار وکړ: هغه د مقاومت او د مجاهدت ځلانده څیره وه.

هغه حضرت د یحیی السنوار له شهادت وروسته د یوه پیغام په خپرولو سره ټينګار وکړ: هغه د مقاومت او د مجاهدت ځلانده څیره وه؛ او د فولادو په شان ارادۍ سره د تیریګر او د ظالم دښمن په مقابل کښې ودرید؛ په تدبیر او زړورتیا سره یې دښمن ته څپیړه ورکړه؛ او د دغه سیمې په تاریخ کښې د اکتوبر د میاشتې د اومې نیټې نا جبرانیدونکی ګوزار یې په یادګار پریښود؛ او بیا یې په عزت او سرلوړۍ سره د شهیدانو معراج ته الوت وکړ.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دوام کښې جوته کړه: د یحیی السنوار په شان یو کس سره  چې زیات عمر یې له ظالم او غاصب  دښمن سره په مبارزې کښې تیر کړی دی له  شهادت پرته بل شی ښه نه ښکاري. د هغه نشتون د مقاومت د جبهې لپاره البته دردونکی دی ، خو دغه جبهه د شیخ احمد یاسین ، د فتحي شقاقي ، د رنتیسي او  د اسماعیل هنیه په شان د سترو شخصیتونو په شهادت سره له مخ ته تلو څخه پاتې نشوه او د یحیی السنوار په شهادت سره به هم لږ شان هم ونه دریږي. حماس ژوندی دی او ژوندی به وي. مونږ به هم د تل په شان د اخلاص لرونکو مبارزانو او د مجاهدانو په څنګ کښې ولاړ وو.

صهیونیسټ رژيم د  غزې تړانګې پرضد په خپل یوه بل جنایت کښې د فلسطین د حماس غورځنګ مشر یحیی السنوار شهید کړ.

یحیی السنوار د حماس د سیاسي د فتر د مشر اسماعیل هنیه له ټرور څخه وروسته د هغه ځای ناستی شوی و.

حضرت ایت الله خامنه اي، د یحیی السنوار د شهادت په پیغام کښې د مقاومت ډلو او د دوې د مشرانو د مقام په هکله مهمو ټکو او موضوعګانو ته اشاره وکړه.

د فلسطین مقاومت ډلې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د طوفان الاقصی د عملیاتو په پیلیدا او په غزې تړانګه باندې د صهیونیسټ رژیم له پراخو حملو سره سره د صهیونیسټ رژیم په مقابل کښې مقاومت کولو ته دوام ورکوي او دوې نیواکګرانو ته نا جبرانیدونکي ګوزارونه ورکړي دي.

د صهیونیسټ رژیم له دروغ ویلو او ادعاګانو سره سره دا د مقاومت ډلې وې چې په تیرو میاشتو او په غزې جنګ کښې یې د پام وړ پرمختګونه وکړل په دې ډول چې صهیونیسټان مجبوره شول چې په خپلې ماتي او کمزورتیا باندې اعتراف وکړي.

د صهیونیسټ رژیم پوځ د خپلو سپیرو پروګرامونو او  هدفونو د اجرا لپاره له تل اویو څخه د امریکا او د لویدیځو حکومتونو له هراړخیزه وسله والو او مالي ملاتړونو سره سره ناکامه شوی او د دغه رژیم د جنګ غوښتنو د دوام نتیجه د مقاومت ډلو د عملیاتو په مقابل کښې د دوې د کمزورتیا زیاتیدل وو.

صهیونیسټ رژيم دغه راز له غزې څخه د حماس غورځنګ د شړلو هڅه کوله خو د فلسطین د مقاومت ډلو د مبارزو په دوام سره هم دغه دسیسه هم نتیجې ته ونه رسیدله.

د سیمې د نن ورځې بدلونونه او د غزې جنګ د حماس او د مقاومت ډلو د حقیقي ځایګي ښودنه کوي کوم چې له صهیونیسټ رژیم سره په مقابلې کولو کښې اساسي رول لري او حتی د امریکا ملاتړونو هم د صهیونیسټ رژيم  کړکیچن شرایط نه دي بدل کړي.

د ایران د اسلامي  انقلاب ستر لارښود په خپل پیغام کښې دغه مهمې او اساسي موضوع ته اشاره وکړه چې له صهیونیسټ رژيم سره په مقابلې کښې د یحیی السنوار مقام اغیز شیندونکی و او دی او د مقاومت د مشرانو د فولادو ارادې او عزم د مقاومت د پرمخ بیولو او د صهیونیسټ رژیم د تیریګر او د ظالم رژیم په مقابل کښې په دریدا کښې مهم رول لرلی دی.

حضرت ایت الله خامنه اي دغه راز د خپل پیغام په دوام کښې په دغه موضوع ټینګار وکړ چې د اسماعیل هنیه او د یحیی السنوار په شمول د مقاومت د مشرانو شهادت به د مقاومت د جبهې پرمختګ بند نکړي او د دغو شهیدانو اتلواله مجاهدت به د فلسطیني ځوانانو لپاره د مبارزې لاره نوره پسې روښانه کړي.

د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود پیغام په سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم او د هغه له اصلي ملاتړي امریکا رژیم له دسیسو سره په مقابله کښې د مقاومت د  مشرانو د مجاهداتو د رول او اغیز او د سیمې په بدلونونو کښې د مقاومت ډلو او د هغوې په مقام او اهمیت باندې ټينګار دی.

 

ټیګونه