حماس غورځنګ د فلسطيني حکومت تر جوړېدو وسلې پر ځمکه نه ږدي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i163074
زمونږ خبریال وايي د فلسطین حماس غورځنګ په خپل وروستي دريځ کې څرګنده کړې چې د يوه خپلواک فلسطيني دولت تر جوړېدو پورې وسلې په ځمکه نه ږدي.
(last modified 2025-08-03T01:27:31+00:00 )
Aug 03, 2025 05:55 Asia/Kabul
  • حماس غورځنګ د فلسطيني حکومت تر جوړېدو وسلې پر ځمکه نه ږدي

زمونږ خبریال وايي د فلسطین حماس غورځنګ په خپل وروستي دريځ کې څرګنده کړې چې د يوه خپلواک فلسطيني دولت تر جوړېدو پورې وسلې په ځمکه نه ږدي.

د دې اوونۍ په پيل کې يو شمېر عربي هېوادونو د لومړي ځل لپاره د حماس د بې وسلې کولو او د غزې د کنټرول د لېږد غوښتنه کړې وه.

حماس اوس په خپل اعلاميه کې ويلي چې "موږ به خپل وسله وال مقاومت يوازې هغه مهال پايته ورسوو چې زموږ ملي حقونه بېرته راکړل شي چې په سر کې يې د خپلواک حکومت  جوړېدل، بشپړ حاکميت او د پلازمېنې په توګه د «بيت المقدس» نومول دي.

حماس دغه اعلان په داسې حال کې کړی چې د فرانسې، کاناډا او بريتانيا په ګډون يو شمېر لوېديځو هېوادونو اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې به فلسطين د يوه خپلواک دولت په توګه په رسميت وپېژني.

بل پلو د حماس او اسرائيلو تر منځ د ۶۰ ورځني اوربند او اسرائيلي يرغملو د خوشي کولو په موخه غيرمستقيمې خبرې اترې تېره اوونۍ بې له کومې پايلې پايته ورسېدې.

حماس ويلي په غزه کې اوربند په بشپړه توګه د اسرائيلي ځواکونو له وتلو او د فلسطيني بنديانو په خوشي کولو پورې مشروط دي چې په وينا يې په بدل کې به يې دوی يرغمل شوي کسان خوشي کوي.

د اسرائيلو د پوځ مشر ايال زمير خبرداری ورکړی چې که چېرې د اسرائيلي يرغمل شويو کسانو د ژر تر ژره خوشي کېدو خبرې ناکامې شي په غزه کې به جګړه روانه وي.

ايال زمير د پوځيانو او افسرانو د قوماندې په مرکز کې د خبرو پر مهال وويل، اټکل کوي چې اسرائيل به په راتلونکو ورځو کې معلومه کړي چې ايا د يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو لپاره به کومه پرېکړه وشي او که نه. نوموړي زیاته کړه که کومه موافقه ونشي، جګړه به "پرته له کوم خنډ دوام وکړي."