-
جي اوه ډله باید د ایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنه بند کړي
Jan 16, 2026 23:59ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزارت د خپل هیواد د کورنیو چارو په ارتباط د جي اوه(G-7) ډلې لاسوهونکي بیانیه په کلکه وغندله او هغه یې د بشري حقوقو د موضوع په وړاندې د امریکا په مشرۍ د دغه ډلې د غړیو هیوادونو د ریاکار کړچار روښانه نښه وبلله.
-
د ایران په وروستيوپیښو کښې د امریکا او صهیونیسټ رژیم نیغ په نیغه رول اولاسوهنې ښکاره دي
Jan 16, 2026 12:50ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په ایران کښې په وورستیو پیښو کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژيم او د ځینو اروپايي هیوادونو نیغ په نیغه رول او لاسوهنو ته په اشارې سره ډاګینه کړه
-
عربستان، قطر، عمان او مصر د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ایران او د امریکا ترمینځ مینځګړي شول
Jan 16, 2026 11:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا «سي این این» ټیلي ويژن وویل څلورو عربي هیوادونو سعودي عربستان، قطر ، عمان او مصر د ایران او د امریکا ترمینځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره مینځګړیتوب وکړ.
-
د ایران ملت په هوښیارتیا سره د امریکا دسیسې له ماتې سره مخ کړې
Jan 16, 2026 10:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالملک الحوثي ټینګار وکړ د ایران ملت په خپلې هوښیارۍ او ویښتیا سره د امریکا دسیسې له ماتې سره مخامخ کړې.
-
د امنیت شورا د غونډې په ترسره کولو کښې د امریکا اقدام شرمونکی دی
Jan 16, 2026 08:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر« سید عباس عراقچي» د ملګروملتونو له سرمنشي «انټونیو ګوټریش» سره په خبرو کښې وویل په ایران کښې د وسله والو ټروریسټانو په وسلو سمبالولو او منظمولو کښې د صهیونیسټ رژيم نیغ په نیغه رول او له دغو ترهګرو د امریکا ملاتړ ښکاره دی.
-
د دښمن احتمالی کوچنی خوځښت به د ایران له غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شي
Jan 16, 2026 08:06زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان امیر البحر «شهرام ایراني»وویل د هیواد وسله والو ځواکونو د دښمن د تر ټولو کوچني احتمالي خوځښت په وړاندې د غاښ ماتونکي ځواب د ورکولو لپاره خپل ظرفیتونه او وسونه چمتو کړي دي.
-
د ایران اسلامي جمهوریت به هرډول تیري ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي
Jan 16, 2026 07:53زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي «امیر سعید ایرواني»وویل مونږ نه تاوتریخوالی او نه جنګ غواړو خو که چیرې تیری وشو نو غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو.
-
د عراق خاوره په نورو هیوادونو باندې د تیري لپاره نه کارول کیږي
Jan 16, 2026 07:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د «شیعه ډلو غږملتیا چوکاټ» په یوې بیانیې کښې په نورو هیوادونو باندې د تیریو لپاره د عراق له خاورې څخه له استفادې سره خپل پریکنده مخالفت اعلان کړ.
-
روسیه او چین هیوادونه د ګرینلینډ لپاره ګواښ نه دي
Jan 16, 2026 07:05ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ وینا ته په غبرګون کښې چې مخکې یې ادعا کړې وه روسیه او چین د ګرینلینډ د ترلاسه کولو کوشش کوي وویل ماسکو او پیکینګ تراوسه د ګرینلینډ د نیولو په هکله هیڅ ډول ګواښ نه دی کړی.
-
اروپایي ټولنې اوکراین ته د ۹۰ میلیارده یورو پور تصویب کړ
Jan 15, 2026 08:17اروپايي ټولنې د اوکراین د بودیجې او پوځي اړتیاوو لپاره د ۹۰ میلیارده یورو پور تصویب کړ.