د نشه ایزوموادو پراختیا،په سیمې کې د امریکائي جنایتونویوه بله نتیجه
(last modified Tue, 31 Aug 2021 10:02:10 GMT )
Aug 31, 2021 14:32 Asia/Kabul
  • د نشه ایزوموادو پراختیا،په سیمې کې د امریکائي جنایتونویوه بله نتیجه

 د هغو احصایو په اساس چې  ملګروملتو خپرې کړي ،دي،په ۲۰۰۰کال کې  په افغانستان کې د نشه ایزو موادو تولید کابو دوه سوه ټنه ؤ ،خو په وروستیو کلونو کې دغه  شمیر نهه زره پنځه سوه ټنو ته رسیدلې ده . 

امریکادهغو لویو جنایتونو په ترڅنګ چې په افغانستان کې ئې کړي دي ،د نشه ایزو موادوپه حوزې کې ئې  هم په هماغه اندازه  ویجاړئ او ورانکارۍ رامینځةکړي دي .

له نشه ایزو موادو سره د مبارزې د کمیشن عمومی منشي سردار سکندر مومني په دوشنبې  ورځې له نشه ایزو موادو سره دمبارزې دکمیټې په یو سل درې څلویښتمې غونډې کې دې موضوع ته په اشارې سره په افغانستان کې  د امریکا د جنایتونو یوې برخې ته یوه ځغلنده نغوته وکړه .

 د هغو احصایو په اساس چې  ملګروملتو خپرې کړي ،دي،په ۲۰۰۰کال کې  په افغانستان کې د نشه ایزو موادو تولید کابو دوه سوه ټنه ؤ ،خو په وروستیو کلونو کې دغه  شمیر نهه زره پنځه سوه ټنو ته رسیدلې ده . 

په دغه بهیر کې د صنعتي  نشه ایزو موادو تولید هم په اوڅاره توګه زیات شوی دی ، به داسې حال کې چې  ددغو موادو تولید یوې خاصې  ټیکنالوجۍ ته  اړتیا لري چې یوازې د امریکائي زده کړې سره ترسره کیدلی شي . 

 مستند راپورونه هم ښئ  چې  په ۲۰۰۱کال کې  د افغانستان  له نیواکه وروسته ، ددغه هیواد کرهیڼزې مځکې  سوکه سوکه  د کوکنارو دکښت لپاره په یوه ځاي بدلې  شوې .  د نړیوال څيړنیز راپور په اساس، په نړۍ کې تولید شوي  درې نوي فی صده هیروئین،  د افغانستان د کوکنارو د کښت له څه دپاسه  درې لکه هیکټره مځکو ترلاسه کیږي .

Image Caption

 

په تیرو دوو لسیزو کې  د افغانستان سیاسی بهیرونو ته کتنه  ښئ چې  د نشه ایزو موادو د تولید او قاچاق  په یوه ستر  قطب ددغه هیواد دبدلیدا علت ، په لویدیځي آسیا کې  د امریکا ورانکار سیاستونه دي .

 د مستندو راپورونو په اساس ، په وروستیو کلونو کې په سیمې کې  د ترهه ګرو  یوه مالی سرچینه د نشه ایزو موادو د قاچاق له ځایه تامین شوي ده .په دې زمینې کې احصائې  ښئ چې  په  پاکستان او افغانستان کې  په لسګونو  پټو ازمیښت ځایونو کې  په کال کې  له یو زر پنځه سوه ټنو څخه  تر دوه زره ټنو پورې  اپیم  په هیروئينو او مرفینو بدلیږي  او د نشه ایزو موادو د مافیاؤ له لارې قاچاق کیږي .

 په افغانستان کې د نشه ایزو موادو دتولید زیاتیدونکي ودې  د هیروئینو په تجارت کې  د امریکا د استخباراتي ادارې سي آئي اې   د رول په باب  جدي پوښتنې په ځان پسې درلودلي دي .

  له سي آئي اې   استخباراتي ادارې سره   اړونده یوه پخواني  عامل جان سناکول  له ډيلي سټار  خپرونې سره په خبرو کې  ایشواکړې ده چې په افغانستان کې د نشه ایزو توکو  دتولید او قاچاق درستې مرحلې  او په بله لا دقیقه معنا  د هیروئينو  تجارت ، د سي آئي آې استخباراتي ادارې په وسیله  هدایتیږي ، خو دا  په افغانستان کې د نشه ایزو موادو د پراختیا  دنتیجو یوه برخه ده . 

  هماغه ډول چې  د ایران د نشه ایزو موادو سره دمبارزې د کمیشن د عمومی منشي سکندر مومني په څرګندونو کې  ورته اشاره شوې،په رووستۍ  لسیزې کې  د نشه ایزو موادو د مصرفونکو  اندازه  درې برابره شوې ده  او په حقیقت کې  امریکا  په افغانستان  او سیمې کې یو ډير ژور زخم په ځاي پریښودلی دی .سکندر مومني  په سیمې کې  د  صنعتي نشه ایزو موادو د تولید په زیاتیدا داندیښنې په څرګندولو سره ټينګار کړی،دا موضوع هم  په ایران کې د نشه ایزو موادو په تعقیبونې ، درملنې   او ورسره پر مقابلې  ډیرې منفی اغیزې شیندي چې  په پروګرامونو  او سناریو ګانو کې باید دغه وضعیّت په باب  هم اټکلونه وشي . 

 ایران  د نړۍ د نشه ایزو موادو  د تولید له درو څخه د یوې سیمې په  ګاونډیتوب  کې یعني د طلائی  میاشتې سیمې په ګاونډيتوب کې دی .په طلائي میاشتې سیمې کې،د افغانستان او پاکستانه رانیولې تر هند پورې یوشمیر سیمې شاملیږي.ایران،تر اروپا پورې چې د قاچاقچیانو نهائي مقصد او اصلي بازار دی،ترټولو لنډه او نزدې لاره ده،د پولو د کنټرولولو  او  قاچاق د مخنیوي لپاره ئې څه دپاسه څلور زره شهیدانو او د کابو دولس زره جانبازانو په وړاندې کولو او په ډیرو لګښتونو سره،د نشه ایزو موادو د قاچاق په مخنیوی کې کم ساری رول په غاړه درلودلی دی .درسمي احصایو  په اساس،په تیر کال کې ایران  د نهه سوه پنځوس ټنه ډول ډول نشه ایزو موادو په کشفونې سره ،  په نړۍ کې  د اپیمي  موادوپه کشفونې کې  بې مخینې ریکارډترلاسه کړی دی .

په عین حال کې  د ایران اسلامی جمهوریت د نشه ایزو موادو د تولید له غوره او لوئې سرچینې،یعني  له افغانستان سره  د ګاونډیتوب په واسطې سره  هماغه شان ،اروپائي هیوادونو ته دټرانزیټ  په مقصد سره  هیواد ته دنشه ایزو موادو د قاچاق د  واریدیدو  له خطرې سره مخامخ  دی . څرګنده ده د ټولنې په داخل کې  دنشه ایزو موادو دیوې برخې دنفوذ او د نشې د لمن پراختیا او  د دې له امله  په تیره بیا د هیواد  ځوانې  پرګنې  لپاره ئې  ډير جدي تاوانونه  یو جدي ګواښ دی  او   ددغه جنایت  سرچینه ،  د افغانستان  شل کلن  نیواک او پوځي لاسوهنه ده چې بلاخره  هم  له دغه هیواده  د امریکا د پوځيانو سپک  او شرمیدلي  وتل دي .

 

ټیګونه