له ایران سره د نظرونو د اختلاف لپاره ښه لاره کچ کیږي
(last modified Mon, 13 Sep 2021 00:32:54 GMT )
Sep 13, 2021 05:02 Asia/Kabul
  • له ایران سره د نظرونو د اختلاف لپاره ښه لاره کچ کیږي

ایرنا خبري اژانس وايي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي تهران ته په خپل سفر کښې د ایران له چارواکو سره خبرې اترې رغنده وبللې او ویې ویل دواړه لوري د نظرونو د اختلاف د حل کولو په لړ کښې په ښې لارې کښې حرکت کوي .

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي ایران ته له سفره ستنیدا وروسته د ویانا په هوايي ډګر کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې له ایران سره موافقې ته په اشارې سره وویل د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک صادریدا ته ضرورت نشته .

رافائل ګروسي ډاګینه کړه ما د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره په کتنې کښې تر ټولو مهمه مسله چې د هغه په وینا د درنو اوبو ، روټورونو ، سانټري فیوژونو او د یورانیمو د پخولو په زمینه کښې  د ایران د اټومي فعالیت په هکله د اطلاعاتو له مینځه تلل دي حل کړي ده  او دا یوه (۱) مهمه بریا ده .

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي له ایران سره د لاس ته راغلي موافقې د اعتبار په هکله وویل د ایران د اټومي انرژۍ له مشر محمد اسلامي  سره زما خبرې اترې صریح او رغنده وې .

ګروسي بیا دغه خبره تکرار کړه چې لاس ته راغلي موافقه پریکنده حل لاره نه ده بلکې د ډیپلوماسۍ لپاره یې لاره خلاصه کړي ده .

د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي پرون په تهران کښې ګډه بیانیه خپره کړه او  موافقه یې وکړه چې اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پلټونکو ته دې اجازه ورکړل شي د معلومو نظارتي د تجهیزاتو د فني سرویس او د  هغو د حافظې د کارتونو یعني میموري کارډونو د ځاي ناستې کولو په هکله چې په ګډ مهر او موم سره به په ایران کښې وساتل شي اقدام وکړي .