بسیج د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت ایت ا... خامنه ای له نظره
(last modified Thu, 18 Nov 2021 08:53:43 GMT )
Nov 18, 2021 13:23 Asia/Kabul
  • بسیج د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت ایت ا... خامنه ای له نظره

د مستضعفانو د بسیج د جوړېدو کلیزه، د هغو پرتمینو مجاهدتونو یادونه کوي چي د ټپلي اته کلني جګړې پر مهال، له ، رشادت، خاکساری، نجابت او زړه وړتیاو څخه ډکه د سرشیندنې ښکلې تصویرونه ترسیم کړي دي. د هغو پاکلمنو او غیرتي ځوانمردانو خاطره ده چي د ورځې زمریان او د شپې زاهدان وه او د زر او زور له شیطان سره یې مبارزه د اماره نفس په مقابل کې له جهاد سره یو ځای کړي او د جګړې له میدان یې د عبادت محراب جوړ کړی و.

د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی ره د ۱۳۵۸ د لیندۍ د میاشتې په پنځمه باندې د بسیج د ځواکونو د تشکیل حکم صادر کړ، داسي یو حالاتو کې چي د اسلامي انقلاب له بریالیتوب څخه یو کال تیر شوی و، په هغه وخت کې بلواګرانو د بهرنیو هیوادونو په ملاتړ په هیواد کې ورانوونکي فعالیتونه تر سره کول تر دې حده چي په ځینو سیمو کې یې د تجزیې په موخه ترهګریزو اقداماتو ته لاس پوري کړې وه، امام خمینی ره چي تل به د خلګو په وړتیا او باور تکیه کاوه، د اسلامي انقلاب په وړاندې د ګواښونو سره د مقابلې په موخه له خلګو غوښتنه وکړه چي میدان ته ورودانګي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای د امام خمیني ره له لوري د بسیج د جوړېدو په کلیزه کې وفرمایل: د مستضعفانو د بسیج د جوړېدو کلیزه، د هغو پرتمینو مجاهدتونو یادونه کوي چي د ټپلي اته کلني جګړې پر مهال، له ، رشادت، خاکساری، نجابت او زړه وړتیاو څخه ډکه د سرشیندنې ښکلې تصویرونه ترسیم کړي دي. د هغو پاکلمنو او غیرتي ځوانمردانو خاطره ده چي د ورځې زمریان او د شپې زاهدان وه او د زر او زور له شیطان سره یې مبارزه د اماره نفس په مقابل کې له جهاد سره یو ځای کړي او د جګړې میدان یې د عبادت په محراب بدل کړی و.

داسي ځوانان چي د خدای د رضا لپاره د ځوانۍ له خواهشاتو او خوندونو څخه لاس اخیستې وه، هغه بوډاګان چي  د هوساینې په مقابل کې د جګړې د میدان کړاونو او ستړیاو ته ترجیح ورکړي او داسي کسان چي د مېرمنې، اولادونو او له کور سره مینه د الهي میني په ډګر کې قرباني کړي وه، د سترو انسانانو او بې ادعاو انسانانو خاطره چي د الهي ارزښتونو څخه د دفاع لپاره ملا وتړله او د هغو دروغجنو قدرتونو له رعب او دبدبې څخه نه وویرېدل کوم چي د لوېدیځ د فرهنګ او د جاهلی له ارزښتونو څخه د ساتنې لپاره د الهي ارزښتونو مقابلې ته راوتلي وه.

 

د حضرت امام خمینی ره لیري او ژور سوچ خپلي ثمرې وښودلې، د بسیج له رامینځ ته کېدو څخه ۱۰ میاشتې وروسته، د عراق بعثي رژیم د ایران په خاوره یرغل وکړ، د عراق زیاته غواړې ډیکټېټور صدام حسین په سیمه کې د خپلو ملګرو او د لوېدیځو هیوادونو په لمسون د ایران ځینې سیمي اشغال کړې تر څو د ایران اسلامي انقلاب تضعیف کړي او له مینځه یې یوسي، لیکن د ایراني ځواکونو په تېره بیا د بسیج ځواکونو زړه وړه دفاع د دغو ناوړو موخو د پلي کېدو مخنیوی وکړ او جګړه د اتو کلونو لپاره وغزېده.

 نن سبا د امام خمینی ره تر وفات وروسته ایت ا... خامنه ای په همهغه تدبیر او صلابت سره د اسلامي نظام په سر کې قرار لري او د بسیجیانو په ایمان، پوهي او باور باندې په تکیې سره چي له هغه وخته تر اوسه پوري د خپل رهبر تر څنګ پاتي شوي، د ایران د اسلامي جمهوریت د پرمختګ او ودانۍ په لور درومي، په عمومي توګه بسیج د اسلامي انقلاب له لاسته راړنو یعني د اسلامي له جمهوریت څخه دفاع خپله دنده بولي، په دې خاطر تل د تیارسئ په حال کې دي، ایت ا... خامنه ای په دې اړه وایي: تر کومه چي بسیج وي، اسلامي نظام او اسلامي جمهوریت به د دښمنانو له ګواښ سره مخ نه شي، دا یو اساسي رکن دی.

 

د معظم رهبر د تعابیرو له مخې د بسیج نیالګی چي د امام خمینی ره له لوري په اخلاص او د خدای او د خلګو د خدمت لپاره وکرل شو، اوس په یوه پیاوړې درخته بدله شوې ده چي مختلفي څانګې لري او هر وخت ډول ډول میوې ورکوي او د ایران د ولس لپاره د برکاتو او حسناتو چینه ګرځېدلې ده، د بسیج دغه برم، عظمت او ستروالې د هغه د الهي ارزښتمنو ځانګړنو له امله دي، لکه معنویت، اخلاص، ولسي توب، انقلابي بصیرت، دیني پوهه، ولایت منونکی، یوزړه توب، ساده اوسېدنه، سرشیندنې، مقاومت او د خدای د رضا لپاره د هر ډول ماموریتونو تر سره کول.

نن سبا په ملیونونو ژمن او زړه سواندي ایرانیان د بسیج په ځواکونو کې په غړیتوب سره له ایران او د اسلامي انقلاب له ارزښتونو څخه د دفاع لپاره ملاوي تړلي دي، هغوی د ایمان له ښور او جذباتو څخه ډک انسانان دي چي په بسیج کې په غړیتوب سره د ایران په بدلونونو کې رول لوبوي، ایت ا... خامنه ای په دې اړه فرمایي، بسیج یوه داسي ټولګه ده چي په کښې د هیواد تر ټولو پاک او سرشیندونکي ځوانان د دې ولس د لوړو موخو په لړ کې راغونډ شوي دي، بې له شکه په بسیج کې د ځوانانو رول نه انکارېدونکی دی، د دې سازمان اصلې بڼه په مومن او فعاله ځوانانو ولاړه ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکېد کوي: له نیکه مرغه د ولس مختلفي پرګنی د بسیج بلني ته ځواب ویلي دي، د ایران په هر یو ګوټ کې له ښاريزو، کلیوالو، قبایلو، محصلینو، کارمندانو، کارګرو او کرونده ګرو نیولې بیا تر نورو پرګنیو پوري ټولو د بسیج د ټولګی بلنې ته مثبت ځواب ویلي دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ویاند:

بصیرت د یو بسیجي تر ټولو مهمه ځانګړنه ده چي له هغه پرته ممکن د خلاص او سرشیندنې په درلودلو سره سره بیا هم د مختلفو پېښو او بدلونونو په مینځ و مان کې لالهانده شي او په غلطه ولارشي. ایت ا... خامنه ای په دې اړه بسیجیانو ته داسي فرمایي: هغه څه چي لاره معلوموي بصیرت دی، او زیاتوي: عزتمنو ځوانانو! عزتمنو بسیجیانو! د هیواد په هر یو ګوټ کې چي یاست بصیرت مو ورځ تر بلي زیات کړئ، اجازه مه ورکوې چي مادي اړتیاوې او واړه مسایل ستاسو د بصیرت مخه ونیسي، خپل بصیرت وساتئ او خپل دښمن وپېژنئ. دښمن ډول ډول چلونه کوي، هغه ولس کامیابه کیږي چي دوکه و نه خوري.

د بسیج بله ځانګړنه چي د هغه په هکله زیات بیانونه شوي، د بسیجی ځواکونو خلوص او ګمنامي ده، هغوی کارونه د خپل رب د رضا لپاره تر سره کوي او د هیڅ یو کس څخه د انعام تمه نه لري، ایت ا... خامنه ای د بسیجیانو د اخلاص په هکله وایي: دا چي یوه داسی ټولګی د خلګو، چي هغه تر ټولو مومن او غوره وي په هر یو ډګر کې چي هیواد او اسلامي نظام ورته ضرورت لري، په خپل ټول وس او توان سره کار ته ودانګي او هیڅ یو اجر نه وغواړي او نوم او نښآن هم ورته اهمیت نه ولري، دا خورا ارزښتناک او د اهمیت وړ دی، هغوی زیاتوي: بسیج په شتمنی، په عنوان، مقام او امر پوري تړلي نه دي.

 

ویاند:

حضرت ایت ا... خامنه ای د مستضعفینو د بسیج سازمان یو تر ټولو پاک، سرشیندونکی او د ولس د لوړو اهدافو په لړ کې د هیواد د چمتو ځوانانو یوه ټولګه بولي او فرمایي: داسي نه دی چي موږ سپاه او فوځ لرو او یوه بله وسله وال ځواک لرو چي بسیج نومول شوی دی، بلکي بسیج د یو ولس متن دی چي د روزنې په ړنا کې وسله په لاس کې نیسي او د ضرورت پر مهال د وسله والو ځواکونو تر څنګ تر ټولو زیات او درون بار په اوږو کوي، لکه څرنګه چي د تپلي جګړې پر مهال ولېدل شو.

د فوځي چارو د کارپوهانو په اعتراف سره د بسیج سازمان د نړۍ په کچه، تر ټولو ټول شموله، منسجم، سرشیندونکی او کارنده ولسي ځواک دی. د بسیجیانو د وتلو صفاتو او ځانګړنو په هاخوا ایت ا... خامنه ای د ساینسي علومو زده کړه او ټولنیزو شبکو کې فعالیت د هغوی له مسئولتونو څخه بولي، په بل عبارت سره، هغوی لازم ګڼي چي د بسیج سپېڅلي ځواکونه د نویو ټکنالوجیو په ډګر کې هم بې سارې او پرمختللي وي، او داسي سپارښتنه کوي: بسیج باید تر ټولو مخکې د علم ډګر ته ور ودانګي، تاسو باید لاړ شئ پوهنیز ډګرونه، د ټکنالوجۍ ډګرونه او د نوښتونو او د پوهي نه پېژندل شوي ډګرونه په خپلي ولکې کښې واخلئ.

په دې توګه نه یوازې له بسیج څخه دا تمه کیږي چي لکه مخکې له لوړو اخلاقي، انقلابي او ولسي فضایلو برخمن وي بلکې د اسلامي انقلاب د موخو او د ارمانانو د پلي کېدو په لړ کې باید په نویو ډګرونو کې او د هیواد د اړتیاو سره برابر فعالیت ته هم ور ودانګي.

د بسیج ځواکونه په دوو وزرونو یعني د پوهي او د ایمان په وزرونو سره په غوره توګه کولایشي خپل ګران مسئولیتونه پر ځای کړي. هغه کسان چي حضرت امام خمینی ره د هغوی په هکله په خاضعانه توګه وایي: زه تل د بسیجیانو د خلوص او ایمان ارمان کوم او له خدایه غواړم چي له هغوی سره مي محشور کړي، ځکه چي په دې دنیا کې زه په دې ویاړم چي یو بسیجی یم.

 

 

ټیګونه