نوي لمریزکال د ؛تولید،پوه بنسټه او دکارکسب رامینځةکونکی کال دی
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د پیلیدا په مناسبت نوی کال د تولید ، پوه بنسټه او د کار رامینځته کولو کال ونوموه.
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د ۱۴۰۱لمریز کال د پیلیدا په مناسبت پخپل پيغام کې د ایران لوي ملت او درستو همدله ملتونوته او په تیره بیا شهیدانو جانبازانو ، سرښیندونکو او د علم ، سلامتیا ،امنیت او مقاومت په مختلفو ډګرونو کې د ملت خدمت کونکو او دهغوي معظمو کورنیو ته د نوروز د نیکمرغه اختر او د عالم وجود د ځلانده لمر حضرت امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره ، نوی کال د ؛تولید ،پوه بنسټه او دکارکسب رامینځةکونکی کال ونوموۀ.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود تیر ۱۴۰۰لمریزکال هم له ډيرو ټيټو هسکو سره یو ځاي کال وبالۀ او وې وئيل ، د ولسمشرۍ لوی او مهم انتخابات د تیر کال یوتر ټولو مهمه او خوږه پيښه وه چې خلکو له خوریدونکي کرونائي بحران سره سره ، په انتخاباتو کې په ګډون سره یو تازه دم حکومت میدان ته وارد کړ چې د موجوه نښو نښانو په اساس د مخکې محترم حکومت پّ نسبت یو ولسی او نوي انګیزه لرونکی دی او په ولس کې ئې هیلې ژوندئ کړي دي .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي له کرونائي بحران سره جدي مقابله او د ټولو لپاره د واکسنو د تامینولو له امله د مړینو په ترپام وړحده کمیدا ، د تیرلمریزکال یوه ستره بریا وبلله او ددغه کال د یوې بلې پيښې داوج په بیانولو سره ئې وفرمائيل ، دعلم او ټيکنالوجۍ پّ مختلفو ډګرونو کې له څو ډوله واکسنونو تولیده رانیولې د سپوږمکۍ فضا ته تر لیږدولو پورې ډیر ستر کارونه ترسره شول .
داسلامی انقلاب معظم لارښود ، د ایران په ضد په زیاتره دباؤ کې په خپلې بې شرمې ماتې باندې د امریکایانو اعتراف ، په نړیوال ډګر کې د تیر لمریز کال یوه بل خوږلښت وبالۀ او وې وئيل ، د ولس مقاومت او کلکه دریدا ، ددغه بریالیتوب لامل شوه او په حقیقت کې دا دایران ملت ؤ چې بریالی شو .
دوي همداراز پخپل پیغام کې دهغړ ډيرو پيښوپه باب چې په تیرلمریز کال کې د نړۍ په مختلفو سیمو کې پيښې شوي ، ټينګار وکړ دغو درستو پيښو د استکبار په مقابل کې د ایران د ملت سمه لاره نندارې ته وړاندې کړه .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د خلکو اقتصادي تنګڅه ، د ګرانئ او انفلیّشن مشکل ، په تیر لمریز کال کې یوه تراخه موضوع وبلله او وې فرمائيل؛ اقتضادي مشکلات معالجه کیږي او حتما باید علاج ئې وشي ، البته بیړه او ددغو مشکلاتو ختمیدل حقیقت پال نه دي ، خو هیله مند یوو ، په نوي لمریز کال کې چې د پنځلسمې لمریزې پيړۍ لومړنی کال دی ، ځيڼي ډيرې برخې ئې ختمې شي .
دوي په دوام کې د نوي لمریز کال دشعار له ټاکلو موخه ، د ادارو او اورګانونو دمسئولانو او دخلکو پرګنو حرکت ته لور ورکول وبلل او زیاته ئې کړه ، په ځينو کلونو کې له شعار سره سم ډيرې بریاوې ترلاسه شوي دي ،خو په ځينو کلونو کې هم کم کارۍ شته وې . البته په تیر لمریز کال کې چې د تولید ، ملاتړونو او دخنډونو دلیرې کولو کال نومول شوی ؤ ، تر یوه حده ښه کارونه ترسره شول چې باید دوام ومومي .
دا سلامی انقلاب معظم لارښود په وروستیو کلونو کې د تولید پر موضوع د تمرکز دعلت په بیانولو سره هم وفرمائيل ؛ تولید،له اقتصادي سختیانو څخه د تیریدا اصلي لاره او د اقتصادي مشکلاتو دحل کِلي ده ، ددې په ترڅ کې چې اقتصادي وده ، دکارکسب زیاتیدا ، دانفلیّشن کمیدا ، د سړي سر د عاید زیاتیدا ، دعمومي هوساینې ښه کیدا ، او ه مداراز په ملي عزت او په نفس باندې داعتماد زیاتیدا ، دملی تولید په نامې سره دودیدا او له رونټيا سره غوټه خوري ، چې په دغو کلونو کې ورباندې تکیه کولو تر ډيره حده ښې اغیزې درلودلي دي .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل ، سږکال هم هماغه شان د تولید پر موضوع ټینګار کوم ، البته د تولید پر نوي انداز او لایو باندې ، یعني پر تولید ، پوه بنسټه کارونو او دکارکسب په زیاتیدا ټینګار کوو . دوي همداراز دتولید پوه بنسټه او دکارکسب رامینځةکول معیار ګرځول ، په درستو اقتصادي اهدافو کې د محسوسیدونکي او مخ په وړاندې حرکت وباله او زیاته ئې کړه ، د ۱۴۰۱لمریزکال کل شعار هم همدغه تولید ،پوه بنسټه اقدامات او دکارکسب رامینځةکول دي .
ټاکل شوې ده چې داسلامي انقلاب د نوروز د نیکمرغه اختر او د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ د مازدیګر څلور نیمې بجې د ایران له لوي ملت سره نن په مستقیمه بڼه د ریډیو اوټیلیويژنی له لارې خبرې وکړي ،