پنځلسمه پيړۍ د ایران د اسلامی جمهوریت پيړۍ ده 
(last modified Mon, 21 Mar 2022 00:38:44 GMT )
Mar 21, 2022 05:08 Asia/Kabul
  • پنځلسمه پيړۍ د ایران د اسلامی جمهوریت پيړۍ ده 

 د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حجةالاسلام  سید ابراهیم ریئسي  د ۱۴۰۱لمریز کال  په نوروزي پیغام کې   پنځلسمه پیړۍ د  ایران د اسلامی جمهوریت  پيړۍ او د  ایران دولس دفعال رول لوبونې پړاؤ وبالۀ. 

  ابراهیم ریئسي  پرون  ماښام  د نوي لمریز کال د پيلیدا په مناسبت پخپل نوروزي پیغام کې  د نوي  کال  درارسیدا په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره  پنځلسمه پیړۍ  د سالامی ایران  پيړۍ وبلله او وې وئيل ،   په اته کلن تپلی جنګ کې  ختیځ او لویدیځ  په یوې واحدې جبهې کې  د ایران دخپلواکۍ غوښتنې په  وړاندې  صف جوړ کړی ؤ ، خو نن سبا   له ایران سره په تعامل کې  له یوه بل سره سیالي کوي ،  دا دایران د لوي ملت عظمت او عزت دی .

 د اسلامی ایران ولسمشر  روښانه کړې ،  له خبرواترو سره په یووخت مو ، د ظالمانه بندیزونو د شنډولو لپاره  خپل درست توان کارولی  دی او  د ایټمي خبرواترو په  اوج کې  او د بندیزونو دجنایت  دختمولو لپاره  په سیاسی او حقوقي  آوزارونو په کارولو سره ، مو خپل تمرکز ، دبندیزونو  شنډولو  ته اړولی دی  .

  هغه دې ته په اشارې سره چې  د ایران حکومت له ګاونډیانو سره تجارت   خلکو ته  فایدې نوره هم زیاتوي ، ووئيل ،  د اقتصادي ثبات او ودې نښې نښانې  او د بهرني تجارت  دارزښت اوڅاره زیاتیدا  او د ایران دغیر تیلی صادراتو پراختیا په دې  مودې کې تل پاتې شوی دی  .

 دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې  حکومت  په فعالې ډيپلوماسۍ  سره ،بهرني سیاست  ته انډول ستون کړی دی  ووئيل  په دغو کلونو کې   دهیواد تر ټولو ستره بریا د امریکایانو د زیاتره دباؤ د سیاست سپيره ناکامي  ده چې د غه ماته  او ناکامي  دایران دملت په مقاومت سره   ده . ابراهیم ریئسي  دغه راز زیاته کړه ، مونږ وښودله چې  دمیدان قدرت ، د ډيپلوماسۍ دقدرت په ګټه دی ، ډيپلوماسي  دسلامتیا په خدمت کې کیدلی شي ، بهرنۍ اړیکې  مو د ټولنې داقتصاد  په خدمت کې وکارولې  او دا د  د هماغه  چورلیزي عدالت  او دبدلون رامینځةکونکي حکومت  په معنا دی .

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  په پاي کې هیله وښودله ، چې  نوی لمریز کال  په درستې نړۍ کې دکرونائي بحران دپاي  او د نړۍ په درستو هیوادونو کې د جنګ جګړو او کډه په سر کیدا  دختمیدا کال  شي .  

 

ټیګونه