د ایران ملت له استکبار سره په مبارزې کې سمه لاره ټاکلې ده
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په افغانستان ، اوکراین او یمن کې په رامینځةکیدونکو نړیوالو مسئلو ته په اشارې سره ټينګار وکړ ، دغه درستې پييښې له استکبار سره په مبارزې کې د ایران د ملت حقانیّت او دسمې لارې انتخاب ښودنه کوي .
د رهبرۍ د دفتر انټرنیټي سایټ راپور ورکړ ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي پرون مازدیګر د۱۴۰۱نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ د ایران د ټيلیویژن له لارې په ژوندۍ وینا کې د نوروز د اختر او د نوي پيړۍ د پيل په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره هغو ډيرو نړیوالو ستونزو او ترینګلتیاؤ ته په اشارې سره چې اوس د رامینځةکیدا په حال کې دي ، او دغه درست موردونه سم تدبیر،حرکت ،فیصلې او اقدام ته اړتیالري ووئيل ، کله چې ددینا روانو پيښو ته انسان فکر کوي ،نو د استکبار له جبهې سره په مخامخیدا کې دایران د ملت حقانیّت او صدق له هرڅه زیات روښانه کیږي .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دې خبرې په ټينګار سره چې د استکبار د جبهې په مقابل کې د ایران دملت ټاکنه ، مقاومت ،نه تسلیمیدا او نه اړوندوالی ، د خپلواکۍ ساتل او د هیواد او اسلامی نظام داخلی پیاوړتیا وه ، ووئيل ، دغه فیصلې ملي او سمې وې .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود دې ته په اشارې سره چې خداوندمتعال د ایران دملت لپاره د امید زمینې برابرې کړي دي ،وفرمائيل ؛ پریږدئ دښمنان د ایران دملت په هیله منیدا لاغوسه شي . حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د افغانستان مظلوم اومسلمان هیواد پيښو او او په دغه هیواد کې له شل کلنو ظلمونو اوجنایتونو وروسته د امریکایانو د وتلو څرنګوالی او ظلم ته په اشارې سره ووئيل ، د اوکراین پيښې هم یو بل مثال دی چې ولسمشر ئې چې د لویدیځوالو په وسیله واک ته رسول شوی ، هم دوي ته په خطاب کې سخته لهجه کارولې ده .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د یمن پيښو او ددغه هیواد د مظلوم او مقاومت کونکي ولس د هرې ورځې بې آمانه بمباریو ته او له بل پلوه د اتیا ځوانانو اوزلمیانو د سرونو په غوڅولو کې د عربستان اقدام ته په اشارې سره وفرمائيل ؛ دغه ټوله پيښې پر دنیا د واکمن ظلم او ظلمت او د هغو خونخوارو لیوانو د جنایتونو ښودنه کوي ، چې دنیا ئې په لاس کې ده . حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د لویدځوالو دتوکمپالنې ښکاره کیدا د اوکراین دپيښو یو بل اړخ وبالۀ او وې وئيل ، له سپين پوستو د تورپوستو بیلوَل او له ریل ګاډو څخه ئې ښکته کول او په لویدیځي آسیا کې په رامینځةشوي جنګ نه ،بلکې په اروپا کې په رامینځةشوي جنګ په خپلو رسندویو کې د لویدیځوالو په ډاګه افسوس کول ، د لویدیځ د ښکاره توکمپالنې یوه بل مثال دی . داسلامی انقلاب معظم لارښود په لویدیځي نړۍ کې د دوه ګوڼوالي یو بل مثال ، په هیوادونو کې له ظم او کړاؤ سره د مخامخیدا څرنګوالی وبالۀ او زیاته ئې کړه ، که ددوي په مطیعو هیوادونو کې ظلم کیږي ، نو مطلقا هیڅ غبرګون نه ښئ او له دغو ټول ظلم او کړاؤ سره سره ، د بشری حقوقو ادعا هم کوي او په دغو دروغجنو ادعاګانو سره ، له خپلواکه هیوادونو کلنګ غواړي .
دوي ټينګار وکړ ، اوس د استکبار او ظلم د اوسمهال تاریخ ترټولو رسوا او څرګند پړاؤ دی او د نړۍ خلک هم نیغ په نیغه د دغو ظلمونو او دوه ګوڼوالي نندارچیان دي .
داسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز په دوام کې د امریکا له بندیزونو سره د هیواد داقتصاد له غوټه ورکولو څخه د ډډه کولو په باب د کال په لومړۍ ورځ دخپل تیر کال ټينګار په یادونې اوددې خبرې په کولو سره چې ترڅو بندیزوي، نو حالات به همداسې وي ، ووئيل ، له نیکه مرغه په هیواد کې نوي سیاستونو وښودله د امریکا له بندیزونو سره سره پرمختګ کیدلی شي ، بهرنی تجارت روڼتیا غوره کولی شي ، سیمه ایز تړونونه کیدلی شي او د تیلو او نورو موضوع ګانو په باب بریاوې ترلاسه کیدلی شی . دوي وفرمائيل ؛ البته هیڅکله نه وایو چې د بندیزونو په ختمولو پسې نه شئ ، او هغه کسان چې په دې زمینې کې هلې ځلې کوي ، خپل کار دې تعقیب کړي ،خو اساس دا دی چې هیواد داسې اداره کړو چې بندیزونه ، اقتصاد ته کوم ستر او اساسی تاوان ونه رسوي ، پر دې اساس سږکال هم ټولو ته سپارښتنه تکرارو م چې دهیواد اقتصاد ته له بندیز سره غوټه ورنکړل شی .