د نړیوالو ایټمي خبرواترو بریالیتوب ته هیله زیاته ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117906-د_نړیوالو_ایټمي_خبرواترو_بریالیتوب_ته_هیله_زیاته_ده
د قطر خارجه وزیر  د ایران  له خارجه وزیر سره په ټیلیفونی تماس کې  د جامعې نړیوالې ایټمي خبرواترو  د ترسره کیدونکي پړاؤ په باب خبرې اترې وکړې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 30, 2022 07:45 Asia/Kabul
  • د نړیوالو ایټمي خبرواترو بریالیتوب ته هیله زیاته ده

د قطر خارجه وزیر  د ایران  له خارجه وزیر سره په ټیلیفونی تماس کې  د جامعې نړیوالې ایټمي خبرواترو  د ترسره کیدونکي پړاؤ په باب خبرې اترې وکړې .

  ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ ، د قطر خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالّرحمن آل ثاني  بیګا د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر سره په ټيلیفوني تماس کې  د سیمې د ترټولو ورستیو  بدلونونو او  له جامعې ایټمي موافقې سره د اړونده ترټولو وروستیو حالاتو په باب او دغه راز د دلچسپۍ وړ دوو اړخیزوموضوعګانو په باب بحث او د نظر تبادله وکړه.

ددغو خبرو د  لازیاتوجزیاتو په باب کوم راپور نه دی خپور شوی .

د ایران د خارجه وزیر سیاسی مرستیال علی باقري پرون سهار هم د قطر له خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني  سره کتنه کړې او د دوو اړخیزو  ملګرتیاؤ او دسیمه ایزو بدلونونو په باب خبرې اترې کړي او همداراز ئې د جامعې نړیوالې ايټمي موافقې په اړه د کیدونکو  خبرواترو په باب چې په زیات احتمال سره به ئې قطر  کوربه وي هم خبرې اترې کړي دي .