د یوې ښې پياوړي او بندیز ختمونکي موافقې لپاره کلک هوډ لرو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118182-د_یوې_ښې_پياوړي_او_بندیز_ختمونکي_موافقې_لپاره_کلک_هوډ_لرو
د قطر خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې د ځينو کمزورو دریځونو د ختمولو او د هیوادونو ترمینځ د دوو اړخیزو او څو اړخیزو  اړیکو په چټکولو  کې دسیمه ایزو خبوراترو پر ضرورت ټينګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 07, 2022 00:59 Asia/Kabul
  • د یوې ښې پياوړي او بندیز ختمونکي موافقې لپاره کلک هوډ لرو

د قطر خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې د ځينو کمزورو دریځونو د ختمولو او د هیوادونو ترمینځ د دوو اړخیزو او څو اړخیزو  اړیکو په چټکولو  کې دسیمه ایزو خبوراترو پر ضرورت ټينګار وکړ .

د ایران داسلامی جمهوریت د ملی امنیت د لوړې شورا منشي ، پرون ناوخته د قطر له خارجه وزیر سره په کتنې کې  ټينګار وکؤ ، یوې پیاوړي ، تل پاتې او د باؤر وړ  موافقې ته د رسیدا لپاره  د ایران په ضد دظالمانه  بندیزونو ختمونکو خبرواترو ته  په جدیّت سره وارد شوي یوو .

زمونږخبریال راپور راکړ، علی شمخاني  په دغې کتنې کې ووئیل ، د ګاونډیانو په باب دایران دایمي سیاست ، د هراړخیزو اوسټراټژيکو  اړیکو پراختیا ، او د ښه ګاونډيتوب خیال ساتل دي .

هغه  ترهه ګري او صهیونزم په سیمې کې د ناکراریو اوبې ثباتیو درامینځةکونکي دوه اصلی عنصرونه وبلل او وې وئيل ، له صهیونیسټ رژيم سره هر ډول ائيتلاف به حتی که غیر پوځي او غیر امنیتی هم وي ،دسیمې امنیت اوثبات ګواښي .  علی شمخاني ووئيل  اسلامی ایران تل  د یوې دایمي سټراټژۍ په توګه د هیوادونو دمځکنۍ بشپړتیا د ساتنې او ډله ایز امنیت اهتمام کړی دی .

د قطر خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې د ځينو کمزورو دریځونو د ختمولو او د هیوادونو ترمینځ د دوو اړخیزو او څو اړخیزو  اړیکو په چټکولو  کې دسیمه ایزو خبوراترو پر ضرورت ټينګار وکړ .