ماشوم وژنه د صهیونیسټي واکمنانو له اصولو ګرځیدلې ده
د ایران د خارجه وزارت سیاسي مرستیال له خپل قطري همرتبه سره په کتنه کښې وویل: د ماشومانو وژل د صهیونیسټانو د واکمنۍ یو اصل ګرځیدلی او له راتلونکي نه د صهیونیسټانو د سټراټیجکې ویرې ښودنه کوي
په سیمه ایزو چارو کښې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د ایران د خارجه وزارت له سیاسي مرستیال علي باقري سره په کتنه کښې د دوه اړخیزو مسائلو، د سیمې د حالاتو او نړیوالو بدلونونو په هکله بحث او خبرې اترې وکړې.
علي باقري په دغې کتنې کښې د فلسطین د ولس خلاف د صهیونیسټي رژيم جنایتونو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د ماشومانو وژل د صهیونیسټانو د واکمنۍ په یو اصل بدل شوي دي او د راتلونکي په هکله د صهیونیسټانو د سټراټیجکې ویرې نښه ده.
ښاغلي باقري په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ماشوم وژنه په هر انساني معیار او ملاک کښې غندل شوې ده، څرګنده کړه: صهیونیسټان ښه پوه شوي دي چې د نوي نسل په رارسیدو سره په نیواکي ټاټوبي کښې د نیواکګرو خلاف سټراټیجک خطر موجود دی.
هغه وویل چې اسلامي حکومتونو ته پکار دي چې په مختلفو ډګرونو کښې د فلسطین له ولس څخه ملاتړ ته له مخکښې نه ډیر پام وکړي.
په دغه ملاقات کښې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو هیوادونو مشترکاتو ته په اشارې سره په ټولو اړخونو کښې د قطر او ایران د حکومتونو په مخ په ودې اړیکو باندې ټینګار وکړ.