د سپاه پاسدارانو دمځکني ځواب داقتدارمانوره نن په ارس سیمې کې پيلیږي
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو مځکنی ځواک د سپاه پاسدارانو دټولګې په پنځو کې یو هغه ځواک دی چې دڅه دپاسه یولک فعال ځواک په درلودلو سره دسپاه پاسدارانو یوه اصلی برخه جوړوي.
مهر خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د مځکني ځواک قوماندان سردار محمد پاکپور پرون په یولړ څرګندونو کې په دوشنبې سهار د ایران په شمال لویدیځ کې په ارس عمومي سیمې کې د سپاه پاسدارانو دمځکني ځواک د اقتدار دمانورې د اصلي مرحلې د پیلیدا خبر ورکړ.
سردار محموپاکپور ووئیل، دسپاه دمځکني ځواک د عاشورا غونډ په چورلیزتوب سره د ارس په عمومي سیمې کې داقتدار دمانورې اصلي مرحله په اردبیل او آذربایجان شرقي ولایتونو کې ترسره کیږي. دهغه په وینا، کمانډوئي هلی برن عملیات،دشپې مهال عملیات ، دچورلکو جنګی عملیات، د جنګي او خودکش ډرونز عملیات او همداراز د ارس سین دپاسه د پل جوړول، د مواصلاتي لارو نیولل او کنټرولول او د لوړو فتح کول او یرغلیز عملیات ددغې مانورې مختلفې برخې دي .
سردار پاکپور ددغې مانورې ترسره کیدا ، د سپاه د مځکني ځوا د جنګي چمتووالي لوړتیا او دکلنی پروګرام په اساس د ماموریّت اجرا وبلله.
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو مځکنی ځواک د سپاه پاسدارانو دټولګې په پنځو کې یو هغه ځواک دی چې دڅه دپاسه یولک فعال ځواک په درلودلو سره دسپاه پاسدارانو یوه اصلی برخه جوړوي.