ایران ماډزن هائيپرسونیک بالسټیک توغندی جوړکړی
(last modified Thu, 10 Nov 2022 08:05:41 GMT )
Nov 10, 2022 12:35 Asia/Kabul
  • ایران ماډزن هائيپرسونیک بالسټیک توغندی جوړکړی

سردار حاجی زاده ووئيل،د ایران جوړ ماډرن  هايپرسونیک توغندی ډير سپيډ لري، له درستو توغندوي سسټمونو تیریږي او د آب وهوا په هرډول وضعیّت کې خپل ماموریت سر ته رسوي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانود هوافضاځواک قومانداند یوه داسې ماډرن هايپرسونیک بالسټیک توغندي دجوړولو خبر ورکړی دی او داسې وړتیا لري،  چې له ماډرن هوادفاعي سسټمونو تیر شي.

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک قوماندان سردار تورن جنرالامیر علی حاجی زاده نن د خبریالانو په ټول کې د یوه ماډرن هايپرسونیک  توغندي دجوړولو خبر ورکړ او وې وئيل  دغه توغندی ددې وړتیا لري،چې له ماډرن   هوافضادفاعي سسټمونو تیر شي او په شیشت کې ئې راولی.

سردار حاجی زاده زیاته کړې،د ایران جوړ ماډرن  هايپرسونیک توغندی ډير سپيډ لري، له درستو توغندوي سسټمونو تیریږي او د آب وهوا په هرډول وضعیّت کې خپل ماموریت سر ته رسوي.

د سپاه پاسدارانو د هوافضا ځواک قوماندان روښانه کړې ،دغه توغندی د دښمن توغندوي ضد دفاعي سسټم په شیشت کې راولي  او په توغندوي حوزې کې  یوه ستره لور نیونه ده.

ماډرن هايپرسونیک سسټمونه د حرکت په وخت په لالوړو او پيچلو ماموریتونو په خاطر ددښمن دسربدالۍ  سبب کیدلی شي.ځکه دغه توغندی په عین حرکت کې خپل  لور بدلولی شي او  داسې کار ترسره وي ،چې د پښو پل  او دحرکت اټکل ئې  هم نشي معلومیدلی.

 

ټیګونه