بندیزونه په ایران کې د دفاعي صنعت دڅيړنو د اوج سب شول
محمد اسلامی نن په سمینار کې پخپلې وینا کې ووئیل، په مقدسې دفاع کې د علم او ټيکنالوجۍ رول باید ډول ډول مهماتو ،تجهیزاتو او وسلو ته د جبهو په اړتیا کې ولټوو.
د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامی د مقدسې دفاع په پړاؤ کې د ټیکنالوجۍ او علم د ځائيګي د ملی سمینار دغونډې په وړاندې د هیواد دفاعي صنائعو په بڼه موندنې کې د علم اوټيکنالوجۍ رول تشریح کړ.
دسوله ایزوایټمي فعالیتونو په شمول دپوځي تجهیزاتو په جوړلو اوتولید کې د هیواد په علمی او پوځي برخو کې علمي او ټيکنالوجیکي پرمختونه لا اوڅاره شوي دي.
محمد اسلامی نن په دغه سمینار کې پخپلې وینا کې ووئیل، په مقدسې دفاع کې د علم او ټيکنالوجۍ رول باید ډول ډول مهماتو ،تجهیزاتو او وسلو ته د جبهو په اړتیا کې ولټوو.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د ایران دایټمي انرژۍ دادارې مشر زیاته کړې، بندیزونه سبب شوي دي، چې ددفاعي صنعت او ټيکنالوجیو ډلې په دومدار ډول دغه اړتیاوې دتولید په ایجنډا بدلې کړي او ددفاعي صنعتي څيړنو دبڼه موندنې سببونه برابر کړي.
محمد اسلامی همداراز ووئیل په مقدسې دفاع کې مخابیراتي صنائع وتوانیدل ځان پراخ کړي او دمبارزانو داړتیاوړ مخابیراتي سسټم او د مخابیراتو امنیت تامین کړي او اوس هم په هیواد کې یو لوي اوپراخ صنعت شوی دی. هغه الوتکې چې اوس په هیواد کې جوړې شوي دي، دجنګ په ؤاړ کې ئې د تعقیبونې او جوړولو کار پیل شوی ؤ اودجنګ ترپاي او د پریکړه لیک تر منلو پورې دتولید او محصول نمونو ته ورسید، او اوس یو بشبړ ځاي او د تکیې وړ محصول دی .